د غزني اوسېدونکي: د دې ولایت تاریخي ابداتو بیارغونې ته دې پام وشي

غزني کې د وخت په تېرېدو او د طبیعي پېښو له امله د دغه ولایت یوشمېر تاریخي ابدات د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي. په دې وروستیو کې د غزني د کلا د دېوال یوه برخه نړېدلې چې دا د دې ولایت له مهمو تاریخي ابداتو څخه ګڼل کېږي.

بې‌پایلې خبرې؛ د نفتو نړیوالې بیې څلورسلنه لوړې شوي

د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرو د بې‌پایلې رسېدو سره هم‌مهاله نن دوشنبه، مې ۱۱مه، د تېلو نړیوالې بیې شاوخوا پنځه ډالره د هر بېرل په اندازه لوړې شوې دي.

د برنټ خامو تېلو د قراردادونو بیه ۴.۵۳ ډالره یا ۴.۴۷سلنه لوړه شوې او سهار ۱۰۵.۸۲ ډالرو ته ورسېده، په داسې حال کې چې د جمعې پر ورځ هم ۱.۲۳سلنه لوړه شوې وه.

اوربند او بریدونه؛ اوکراین کې درې کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

د اوکراین او روسیې ترمنځ د درې ورځني اوربند له ټینګېدو سره سره، د بریدونو له امله لږترلږه درې کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د اوکراین سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د زاپوریژیا، دنیپروپتروفسک او خرسون سیمې د روسي بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

اوزبیکستان له افغانستان سره د اصلاح شویو تخمونو مرسته کړې

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د اوزبیکستان هېواد د مرستو یوه جوپه د حیرتان سوداګریز بندر له لارې هېواد ته رارسېدلې ده.

دغه مرسته چې ۴۰ مټریک ټُنه اصلاح شوي کرنیز تخمونه دي، (یکشنبه، د غويي۲۰مه) د حیرتان په سوداګریز ښارګوټي کې حکومتي مسوولانو ته وسپارل شوه.

کورنیو کې جنسیتي نابرابري؛ ایا پر مېرمنو اغېز لري؟

دغه مېرمنې وایي چې په کورنیو کې د کورني کارونو دروند بار یوازې د ښځو پر اوږو وي، په داسې حال کې چې نارینه په دې برخه کې ډېر لږ یا هېڅ مسوولیت نه اخلي. دوی زیاتوي چې که ښځه د ناروغۍ یا کمزورۍ له امله کارونه پر وخت ونه‌کړي، ان له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

ملګري ملتونه: له مارچ راهیسې لبنان کې ۲۷۰۰ کسان وژل شوي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې په لبنان کې د اوربند له اعلان وروسته هم بشري وضعیت لاهم ډېر خراب او بې‌ثباته پاتې دی.

د یاد دفتر په وینا، ملکي وګړي د دوامداره بریدونو او ناامنۍ له امله لا هم زیان ویني او ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

پر روسیې د اوکراین برید کې ۱۳ کسان ټپیان شوي

د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې په لړ کې تازه د اوکرایني ځواکونو د بریدونو پرمهال د روسیې په بریانسک ښار کې ۱۳ ملکي کسان ټپیان شوي.

تاس خبري اژانس د روسیې چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اوکراین د شپنۍ بریدونو له امله د روسیې په بریانسک ښار کې ۱۳ملکي کسان چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، ټپیان شوي دي.

ایران: بندرونه مو سوداګریزو کښتیو لپاره خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دي

ایران اعلان کړی چې د دغه هېواد بندرونه د هرمز تنګي او سیمه‌ییزو اوبو کې سوداګریزو بېړیو ته د سمندري خدمتونو وړاندې کولو بشپړ چمتووالی لري.

الجزیرې خبري شبکې نن پنجشنبه، مې اوومه، راپور ورکړی چې د ایران د بندرونو او سمندري چلند ادارې ویلي، د هېواد بندرونه «په بشپړه توګه چمتو» دي، څو د هرمز تنګي له لارې تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

له ګاونډیو هېوادونو ۹۵۵ کورنۍ راستنې شوي

له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۹۵۵ کورنۍ چې په ټولیز ډول یې شمېر پنځه زره او ۱۰۲ کسان ته رسېږي، تېره ورځ بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن پنجشنبه، پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یوازې د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۵۹ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

ټرمپ: د ایران غني شوي یورانیم به امریکا ته انتقال شي

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن به د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

ټرمپ سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ به دغه یورانیم ترلاسه کړو.» هغه زیاته کړه چې د ایران د اټومي وسلو مخنیوی د امریکا د حکومت له مهمو هدفونو څخه دی.

د ټولنیزو شبکو چټک مزل؛ د مطالعې دود کم شوی؟

ټولنیزې رسنۍ د ننني عصر د خلکو د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې چې په‌کې معلومات په چټکۍ خپرېږي او هر څه د یوې ګوتې په حرکت بدلولی شي.

خو د همدې چټکتیا تر شا، یو پخوانی فرهنګ ورو ورو کم رنګی کېږي، د کتاب لوستلو فرهنګ.

که څه هم کتاب لوستل د انسان ذهن روښانه کوي پوهه یې لوړوي، خو په اوسني عصر کې د خلکو ژوند ته د ټولنیزو شبکو راتګ دغه فرهنګ کم رنګه کړی دی.

د کار بازار؛ ولې افغان ځوانان د تحصیلي څانګې خلاف کار کوي؟

د هېواد د پوهنتونونو د بېلابېلو څانګو فارغان، سره له دې چې په خپلو تخصصي برخو کې یې لوړې زده‌کړې کړې دي، لاهم د کار په بازار کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

دغه ځوانان سلام‌وطندار وایي، د کار نشتوالی او یا هم د مسلک خلاف دنده، نه یوازې د دوی مسلکي وده ټکنۍ کړې، بلکې پر اقتصادي وضعیت او شخصي ژوند یې هم منفي اغېز کړی دی.