
په بدو کې د نجونو ورکړه؛ ولې یې مخه نه نیول کېږي؟
د کورنیو ترمنځ د شخړو د حل په موخه په بدو کې د نجونو ورکړه د هېواد په ځینو سیمو کې یو له ناوړو دودو شمېرل کېږي چې لاهم دوام لري.
دې دود لاهم د ګڼو نجونو ژوند له ستونزو سره مخ کړی چې نه یوازې د نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د هغوی رواني، ټولنیز او تعلیمي ژوند هم اغېزمنوي.













