
ایران: که امریکایي ځواکونه هرمزتنګي ته ننوځي، برید پرې کوو
د ایران پوځ په یوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې که بهرني ځواکونه، په ځانګړي ډول د امریکا پوځ، د هرمز تنګي ته د ننوتلو هڅه وکړي، نو له برید سره به مخ شي.
دغه خبرپاڼه وروسته له هغې خپره شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه سمندري ماموریت د پیل اعلان وکړ، څو هغه بېړۍ چې د هرمز په تنګي کې بندې پاتې دي، خوندي لارښوونه او بدرګه کړي.














