اسلامي شریعت او یوشمېر حقوقپوهان عاطفي ملاتړ د ګډ ژوند له بنسټیزو ستنو څخه ګڼي او د خاوند او مېرمن ترمنځ پر مینې، درناوي او نېک چلند ټینګار کوي.
دا داسې حق دی چې که تر پښو لاندې شي، ان د طلاق غوښتنې ته هم لاره هوارولی شي. سره له دې، یوشمېر ښځې په خپل ګډ ژوند کې د مینې او عاطفي درک له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دې حالت یې پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.
۲۵کلنه نیلوفر د کابل اوسېدونکې ده. وایي چې د واده له څلور کلونو وروسته، له لومړي کال تېرېدو سره سم د خپل خاوند له عاطفي بېپروايۍ سره مخ شوې. د هغې په وینا، دا بېپامي د هغې پر رواني حالت هم منفي اغېز کړی دی.
هغې وویل: «کله چې زموږ له واده یو کال تېر شو، ما احساس کړه چې خاوند مې له عاطفي پلوه راسره نه دی؛ ډېر وخت بېتوجه وي، خبرې مې نه اوري او ان زما غوښتنې له پامه غورځوي. هېڅکله یې راته روحي ملاتړ نه دی کړی. د مینې دا کمښت رښتیا هم زما پر روحیه بده اغېزه کړې. ځان یوازې احساسوم، کله ناکله له اضطراب سره مخ کېږم او ځان بېارزښته ګڼم. چې کله ورته وایم ولې راته پام نه کوې، نو وایي ته ډېره حوصله لرې او بېځایه فکر کوې.»
فرشته چې ۳۴ کلنه ده او د کندز اوسېدونکې ده، ۱۲کاله یې له واده تېر شوي او ورته تجربه بیانوي. نوموړې ټینګار کوي چې د خاوند د مینې نشتوالی یې ان خپلو ماشومانو سره اړیکې هم اغېزمنې کړي او کله ناکله یې دې ته اړ کړې چې د دې ستونزې د حل لپاره قانوني لارې په اړه فکر وکړي.
هغې وویل: «زما خاوند له عاطفي پلوه ډېر سوړ دی، هېڅکله د مینې خبرې نه کوي. د مینې دا کمښت لامل شوی چې ژر غوسه شم او دا کار مې پر ماشومانو سره چلند هم اغېز کړی دی. کله ناکله ورباندې چیغې وهم او بېتوجهي ورسره کوم. څو ځله مې فکر کړی چې قانوني اقدام وکړم، ځکه د هغه چلند ورځ تر بلې سوړېږي؛ خو د خپلو ماشومانو د راتلونکې لپاره مې دا کار نه دی کړی، څو نور زیان ونه ویني.»
۲۶کلنه سمیه د کابل اوسېدونکې ده. هغه وایي د خاوند له لوري د عاطفي درک نشتوالی او روحي ستړیا دې ته اړ کړې چې کله ناکله د ګډ ژوند د دوام او یا جلاکېدو ترمنځ پاتې شي.
هغې وویل: «د مینې کموالی لامل شوی چې روحي ستړیا احساس کړم. کله ناکله بېدلیله ژاړم او داسې احساس کوم چې هېڅوک مې نه درک کوي. په ګډ ژوند کې مینه دا معنا لري چې یو بل درک کړو، د یو بل خبرې واورو او په سختو حالاتو کې یو د بل ترڅنګ ودرېږو. ما تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره قانوني اقدام نه دی کړی، ځکه نه پوهېږم له کومه ځایه پیل وکړم او څه باید وکړم. د خپلو قانوني حقونو په اړه ډېر معلومات نه لرم او چا هم راته وضاحت نه دی کړی.»
شکیلا چې ۲۸کلنه ده او د بامیان اوسېدونکې ده، هم وایي چې د خاوند بېتوجهي یې د ځان د بېارزښتۍ احساس ته اړ کړې او د مجبوریت له امله یې ګډ ژوند ته دوام ورکړی دی.
نوموړې وویل: «زما خاوند هېڅ پام نه کوي، حتا داسې فکر هم نهکوي چې زه یې مېرمن یم او باید د ژوند ډېری موضوعات له ما سره شریک کړي او یوځای یې حل کړو. خو تل وایي چې ته څه پوهېږې چې زه درسره هر څه شریک کړم. یوه ورځ خوابدې شوم او د خپلې مور کور ته لاړم. فکر مې کاوه چې راپسې به راشي یا لږترلږه به اړیکه ونیسي، خو یوازې یې وویل: که دې زړه وي راځه، که نه وي مه راځه. همدې چلند اړ کړه چې بېرته خپله کور ته ستنه شم. له هماغه ورځې وروسته، ځان نور هم بېارزښته احساسوم.»
په ورته مهال حقوقپوهان د عاطفي ملاتړ نشتوالی یوازې اخلاقي ستونزه نه بولي، بلکې دا د کورنۍ په چوکاټ کې د ښځو له اساسي حقونو سره تړلې مسئله ګڼي. دوی ټینګار کوي که دا ستونزه د تفاهم او خبرو له لارې حل نه شي، ښځې کولای شي د قانوني لارو چارو له مخې خپل حق وغواړي.
حقوقپوهه، زاهده کوهستاني وایي: «ښځه حق لري چې د خپل مېړه له لوري درناوی او مینه ترلاسه کړي. که دا درناوی موجود نه وي، په کورنۍ کې ستونزې رامنځته کېږي چې آن تر جلا کېدو پورې رسېدای شي. که مېړه له خپلې مېرمنې سره ښه چلند، خبرې او رویه ونهلري، ښځه باید لومړی د کور له مشرانو سره موضوع شریکه کړي او د خبرو له لارې د حل هڅه وشي. که ستونزه حل نه شوه او ښځه له روحي او رواني پلوه زیانمنه شوه، نو کولای شي د محکمې یا عرفي لارو له مخې د جلا کېدو غوښتنه وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل حقوقپوه محمداکبر ګوجروال وایي چې عاطفي ملاتړ د ګډ ژوند له بنسټیزو ستنو څخه دی او نشتوالی یې جدي پایلې لرلای شي او آن د جلا کېدو لامل ګرځېدای شي. «که چېرې مېرمن د خاوند له لوري له عاطفي پلوه ملاتړ ونه شي، دا د هغې پر حق یو ډول ظلم بلل کېږي. د افغانستان په مدني قانون کې راغلي چې که د مېړه او مېرمن ترمنځ عاطفي اړیکه ونه ساتل شي، دا د رواني تاوتریخوالي له جملې څخه ګڼل کېږي. که دا حالت تکرار شي، عدلي او قضایي ادارې مکلفې دي چې په دې برخه کې اقدام وکړي، البته که د مېرمنې له لوري شکایت وشي. ښځه کولای شي د جلا کېدو غوښتنه هم وکړي.»
دین عالمان بیا وایي چې تاوتریخوالی د عاطفي ملاتړ نهشتوالي سره توپیر لري او ټینګار کوي چې ښځې د اسلامي شریعت له مخې د عاطفي ملاتړ حق لري.
عالم دین حکمتالله فضلي وایي: «د عاطفي ملاتړ نشتوالی، لکه خبرې نه کول، مینه نه ښودل، سوړ چلند او بېتوجهي، په خپل ذات کې یو ډول پټ ظلم ګڼل کېږي؛ خو تاوتریخوالی بیا لتکوب، ښکنځل او داسې چلند ته ویل کېږي چې جسمي او روحي اذیت رامنځته کړي، چې دا په اسلام کې حرام دي. اسلام یوازې پر جسمي ملاتړ چې نفقه پهکې شامله ده بسنه نهکوي، بلکې عاطفي ملاتړ هم ډېر مهم بولي.»
نوموړی د اسلام په چوکاټ کې د ښځې مقام ته په اشارې سره زیاتوي: «په حدیث کې راغلي چې یوه ښځه د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم حضور ته راغله او ویې ویل چې خاوند مې له ما سره شخړه کوي او ان کله ناکله مې وهي. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د هغې خاوند ته وفرمایل چې ستا مخ تور شوی، ته خپله ښځه وهې، ایا له الله نه شرم نهلرې؟ وروسته یې سپارښتنه وکړه چې ښځه باید د کنیزې په څېر ونه وهل شي، ځکه په اسلام کې ښځه د انسان د لباس په شان بلل شوې ده؛ نو انسان باید له خپلې مېرمنې سره ښه چلند وکړي.»
له بلخوا، د ښځو حقونو فعاله، فروزان داودزۍ د عاطفي ملاتړ د کمښت عمده لاملونه د پوهاوي نشتوالی، اجباري ودونه او د شرعي اصولو نه مراعت بولي.
نوموړې وویل: «اصلي لاملونه د پوهاوي کموالی، د زدهکړو ټیټه کچه او د شرعي اصولو نه مراعت دي. شریعت ټینګار کوي چې کله دوه کسان نکاح کوي، باید یو بل ښه درک کړي او همفکره وي. خو په افغانستان کې ډېری ودونه اجباري وي، او کله چې دا کسان یو بل سره واده کوي، آن د یو بل له طبیعت سره هم سازګاري نه لري، نو د دې تمه به څنګه وشي چې یو بل درک کړي؟ له همدې امله هغه عاطفي مینه او مهرباني چې باید د مېړه او مېرمن ترمنځ وي، نه رامنځته کېږي.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند، سیفالاسلام خېبر ټینګار کوي چې د سالمو او شرعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پوهاوي پروګرامونه پیل شوي دي.
هغه وایي: «ښځه حق لري چې مینه ورسره وشي او له عاطفي پلوه ورسره ښه چلند وشي. خاوند هم مسئولیت لري چې له خپلې مېرمنې سره همکاري وکړي او هغه وهڅوي، څو یو خوشحاله ژوند ولري. دې وزارت په ټولو ولایتونو کې له سلو زرو څخه زیاتې داسې قضیې حل کړې دي. زموږ کارکوونکي خلکو ته د ښځو د حقونو او له هغوی سره د سم چلند په اړه لارښوونې کوي، او همدارنګه له جوماتونو امامانو څخه هم غوښتنه شوې چې په دې برخه کې عامه پوهاوی زیات کړي.»
د ښځو له کیسو او د کارپوهانو له نظرونو داسې څرګندیږي چې د پوهاوي نشتوالی په کورنیو کې د مینې او عاطفي اړیکو د کمزورۍ یو اساسي لامل دی؛ هغه مسئله چې کولی شي د ښځو او ماشومانو لپاره پراخ رواني او ټولنیز اغېزونه ولري.


