سلاموطندار له یوشمېر کارپوهانو او ۲۰ هغو مېرمنو سره چې کورونو کې یې جنسیتي نابرابري تجربه کړې، د مرکو پرمهال موندلې چې دې ښکارندې پر مېرمنو جسمي او رواني ژورې منفي اغېزې اچولې دي.
د ارواپوهانو او ټولنپوهانو په باور کورنیو کې جنسیتي نابرابري، په هېواد کې د ټولنیزې بېعدالتۍ له پایداره ډولونو څخه شمېرل کېږي چې کورنیو کې د ناعادلانه ځواک وېش، فرصتونو نه ورکړه او پرېکړو کې د حق خوړل شامل دي.
د کورني کار د نابرابر وېش او د ښځو پر رواني او جسمي روغتیا یې اغېزې
دغه مېرمنې وایي چې په کورنیو کې د کورني کارونو دروند بار یوازې د ښځو پر اوږو وي، په داسې حال کې چې نارینه په دې برخه کې ډېر لږ یا هېڅ مسوولیت نه اخلي. دوی زیاتوي چې که ښځه د ناروغۍ یا کمزورۍ له امله کارونه پر وخت ونهکړي، ان له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
دغه ښځې همدارنګه وایي چې په ډېرو کورنیو کې د نارینهوو له لوري د کور کارونو کول، ننگ بلل کېږي چې دا ناسم باور د ښځو پر جسمي او رواني روغتیا جدي منفي اغېزې لري.
د بلخ اوسېدونکې ۲۴کلنه علینا وايي: «له کله چې مې ځان پېژندلی، ورونو ته مې تر ما ډېر اهمیت ورکول کېږي. هېڅوک زما نظر نه غواړي او تراوسه چا زما درد او ستونزه نه ده پوښتلې. که تر مرګه ناروغه هم شم، څوک مرسته نه راسره کوي. زه مجبوره یم ټول د کور کارونه په یوازې ځان ترسره کړم. نه دنده لرم او نه عاید. هر څه چې وي، د هغوی لپاره منډې وهم. ډېر ستړې یم، هره ورځ کار کوم او د شپې مې ټول بدن درد کوي.»
ماري ۲۹کلنه ده او د پروان اوسېدونکې ده. هغه وایي چې د کورني کارونو دروند بار یې پر بدن او ذهن سخت فشار راوستی دی: «زموږ کور کې د نارینهوو هر امر منل کېږي، هر څه چې ووايي هماغه کېږي. که ټوله ورځ پاکي هم وکړم، بیا هم مجبور یم چې د یو ګیلاس اوبو لپاره ورمنډه کړم. باید خواړه تیار وي، که نه وي، وهلم. تر هغه چې مې خاوند ویده نه شي، زه د استراحت حق نه لرم. ډېر ستړې کېږم، د ماشومانو پالنه هم زما پر غاړه ده، د ځمکې کار هم. له سهاره تر ماښامه مې بدن درد کوي او رواناً ستړې او خپه یم.»
په ورته مهال ۲۳کلنه شازیه د کاپیسا اوسېدونکې ده چې د خپل رواني او جسمي وضعیت په اړه وایي: «له روحي پلوه مې هېڅ حالت ښه نهدی. د هغوی زیات کارونه او کم ارزښته لیدل زما زړه ماتوي. فکر وکړئ، کله چې ناروغه یم، ستړې یم، خوشحاله یا خپه یم، بیا هم مجبور یم کار وکړم. هېڅوک راسره مرسته نه کوي. د پښو درد مې نه ختمېږي، د بدن هر بند مې درد کوي. هېڅوک مې نه احساس کوي او نه مې درک کوي.»
د ملګروملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د جنسیتي نابرابرۍ کچه له ۷۶سلنې څخه لوړه شوې چې دغه هېواد یې د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ګرځولی چې تر ټولو لوړ جنسیتي واټن لري.
د دغو راپورونو له مخې، ښځې د نارینهوو په پرتله د زدهکړې، روغتیایي خدماتو او اقتصادي فرصتونو ته ډېر محدود لاسرسی لري. دا وضعیت په مستقیم ډول د کورنیو او ټولنې په کچه د جنسیتي نابرابرۍ د پراخېدو سبب شوی دی.
یوشمېر مرکه شویو ښځو سلاموطندار ته ویلي چې نارینه د کورنۍ په کچه له دوی غوره ګڼل کېږي او د ښځو فردي او شخصي حقونه محدود شوي دي.
د ۱۰مرکه شوو ښځو په وینا، په ډېرو کورنیو کې ښځې نه یوازې د تصمیم نیولو حق نهلري، بلکې د زدهکړې، واده او ان د ژوند د شخصي انتخابونو په برخه کې هم له محدودیتونو سره مخ دي.
دوی زیاتوي چې د ښځو هویت هم د کورنۍ د نارینهوو له نوم او هویت سره تړل کېږي. د بغلان اوسېدونکې ۲۵کلنه سعدیه وايي: «زموږ په کورنۍ کې باور دا دی چې نارینه د عقل او فکر له پلوه له ښځو غوره دي، نو ځکه ښځو ته د تصمیم نیولو اجازه نه ورکول کېږي. حتا د خپل ځان په اړه هم پرېکړه نه شي کولای. له زدهکړې نیولې تر واده، د جامو اغوستلو او د ژوند تر ټولو شخصي انتخابونو پورې ښځې محدودې دي. ښځه باید په ټولنه کې د خپل نوم پر ځای د پلار یا کورنۍ په نوم وپېژندل شي. ځوانې ښځې زموږ په ټولنه کې ننگ بلل کېږي.»
د ملګروملتونو د ښځو ادارې د ۲۰۲۵ کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ښځو لویه برخه د کورني تصمیم نیولو په بهیر کې محدود رول لري یا له دې پروسې څخه بشپړ محرومې دي.
دغه راپور ښيي چې تر نیمایي زیاتې ښځې د کورنۍ په مهمو پرېکړو لکه اقتصادي، تعلیمي او ټولنیزو موضوعاتو کې اغېزمن رول نه لري. دا وضعیت د جنسیتي نابرابرۍ د دوام او د ښځو د ټولنیز موقعیت د محدودیت څرګند ثبوت ګڼل کېږي.
په کورنیو کې جنسیتي تبیعض او د بېمېینېتوب اغېزې
پنځه مرکه شوې ښځې وایي چې د والدینو له لوري د عاطفي بېتوجهۍ او کمارزښته چلند له امله له رواني فشار سره مخ دي. د دوی په وینا، دا احساس ځکه زیاتېږي چې ځینې کورنۍ باور لري نجونې له واده وروسته د پلار له کور څخه جلا کېږي، نو ځکه د کورنۍ دایمي برخه نه ګڼل کېږي.
دوی زیاتوي چې همدا فکر د دې لامل شوی چې نجونې د هلکانو په پرتله په کورنۍ کې له زیات تبعیض او کمپامۍ سره مخ شي.
د بامیان اوسېدونکې ۲۵ کلنه صابره وایي: «زموږ کورنۍ په دې باور ده چې نجونې یوه ورځ واده کوي او هلکان تر پایه له کورنۍ سره پاتې کېږي، نو ځکه هلکانو ته ډېر احترام ورکول کېږي او د هغوی د کار او زدهکړې هڅونه کېږي. زموږ په کور کې یو سړی که ناروغ شي، په اسانه روغتون ته وړل کېږي، خو که ښځه ناروغه شي، بیا بل څوک باید یې یوسي. له دې وضعیت څخه ډېره ستړې یم او زړه مې دردېږي.»
د نابرابرۍ د رېښو په اړه د کارپوهانو نظر
ټولنپوهان وایي چې د نجونو او هلکانو ترمنځ نابرابري زیاتره د دودیزو او پلارواکه فرهنګي جوړښتونو پایله ده. د دوی په وینا، که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو د ښځو په وړاندې به د کورنۍ په کچه بېعدالتي لا پسې ژوره شي.
کارپوهان ټینګار کوي چې په ټولنه کې د نجونو په اړه د ټیټ لید او ناسم برداشتونو له امله د برابري اصل کمزوری شوی دی. دوی زیاتوي چې د عدالت د ټینګښت لپاره د دواړو جنسونو ترمنځ برابري ضروري ده.
یوشمېر ارواپوهان او د ښځو د حقونو فعالان وایي چې په کورنۍ کې جنسیتي نابرابري د نجونو پر رواني روغتیا ژور اغېز لري. دوی ټینګار کوي چې د پوهاوي لوړول، تعلیم او د عدالت او درناوي فرهنګ عامول کولی شي د دې ستونزې د مخنیوي مهمې لارې وي.
ارواپوهه زُحل امیرزاده وايي: «د روانشناسي له نظره، د نجونو او هلکانو ترمنځ نابرابري کولی شي د شخصیت د ودې، جوړښت او حتی د رواني روغتیا پر کیفیت اغېز وکړي. کله چې نجونې په دوامداره توګه له کمارزښته چلند سره مخ کېږي، هغوی ځان کمزوری او بېارزښته احساسوي. دا حالت په اوږد مهال کې د اضطراب او وېري سبب ګرځي.»
د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منگل سلاموطندار ته وایي چې د کورنیو په کچه د جنسیتي نابرابرۍ اصلي سرچینه ناسم لیدلوري او د مسوولیتونو ناعادلانه وېش دی. د هغې په وینا، دا وضعیت نه یوازې د ښځو پر رواني او جسمي روغتیا اغېز کوي، بلکې د هغوی د ژوند کیفیت هم راټیټوي.
هغې وویل: «جنسیتي نابرابري په کورنیو کې تر ډېره د ناسم لیدلوري او د مسوولیتونو د ناعادلانه وېش له امله رامنځته کېږي، چې دا د ښځو د جسمي او رواني ستړیا سبب ګرځي. موږ کولای شو د پوهاوي لوړولو، روزنې او د عدالت او درناوي د فرهنګ په ترویج سره د نجونو وړتیاوو ته د کورنیو لید بدل کړو، څو دا جنسیتي نابرابري له منځه ولاړه شي.»
د ملګروملتونو د وروستیو خپرو شویو معلوماتو له مخې، په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې نه یوازې جنسیتي کچه لوړه پاتې شوې، بلکې د ښځو پر کار هم جدي محدودیتونه لګېدلي دي.
دغه راپور ښيي چې ښځې د اقتصادي فعالیتونو او د کورنۍ د مالي ملاتړ په برخه کې له فعال رول څخه محرومې پاتې شوې دي. دا وضعیت نه یوازې د ښځو اقتصادي مشارکت کم کړی، بلکې د کورنیو پر اقتصاد یې هم منفي اغېزه کړې ده.


