زه درې ماشومان لرم، تل خپل ماشومان واکسین کوم، ځکه چې دا د هغوی مقاومت د هپاتیت، شري او فلج ناروغیو پر وړاندې لوړوي.

د ماشومانو د فلج (پولیو) ضد ملي فرعي کمپاين د دویم پړاو له پیل سره هم‌مهاله، رایحه چې ۳۲ کلنه ده او د کابل اوسېدونکې ده او درې ماشومان لري، وایي چې د هر پړاو په پیل کې خپل ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي. هغه د خپلو ماشومانو او ټولنې د روغتیا لپاره واکسین اړین ګڼي.

هغه زیاتوي: «د واکسین هدف زموږ د ماشومانو ساتنه ده. زه له کورنیو غوښتنه کوم چې خپل ماشومان واکسین کړي. د واکسین د تطبیق په جدي نیولو سره به موږ روغې کورنۍ، روغې ټولنې او یو روغ ملت ولرو.»

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نړیوالو ادارو په همکارۍ د ماشومانو د فلج ناروغۍ پر ضد فرعي ملي کمپاين نن دوشنبه په ۲۰ ولایتونو کې پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې څلور ورځني کمپاين کې به شاوخوا ۸ میلیونه او ۳سوه زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي.

۲۱کلنه ملالي د غور اوسېدونکې ده. هغه وايي، د دې کمپاين د پیل هرکلی کوي او د پولیو واکسین د خپلو ماشومانو د روغتیا او راتلونکي تضمین بولي.

نوموړې وویل: «واکسین کولای شي زموږ ماشومان له خطرناکو ناروغیو وساتي. د دې لپاره چې زما ماشوم روغ وي، زه یې واکسین کوم. زما پیغام نورو کورنیو ته دا دی چې د یوې روغې ټولنې او سالمې کورنۍ لپاره واکسین جدي ونیسي.»

۳۷کلنه قمر هم د غور اوسېدونکې ده او وايي: «واکسین د ماشومانو د روغتیا لپاره ډېر مهم دی. ما تل خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي او زما ټینګار پر نورو کورنیو هم دا دی چې خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.»

په همدې حال کې «له پولیو خلاص افغانستان» په نوم بنسټ هم له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان په دې کمپاين کې واکسین کړي.

ډاکټران د دې واکسین تطبیق د ماشومانو لپاره حیاتي بولي او د ماشومانو د فلج ناروغۍ د له‌منځه وړو لپاره له حکومت څخه غواړي چې د پوهاوي پروګرامونه په لرې‌پرتو کلیو کې پراخ کړي.

د عمومي داخلي ناروغیو متخصص عبدالوکیل عماد وايي: «دولت باید خلکو ته په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې په کلیو کې ژوند کوي، معلومات ورسوي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی اسانه کړي. بل مسؤلیت د کورنیو دی چې باید ډاکټر ته مراجعه وکړي او د ډاکټر سپارښتنې تعقیب کړي، پر وخت روغتیایي مرکزونو ته ولاړ شي څو د ناروغۍ شدت زیات نه شي. باید خپل ماشومان وساتي، حفظ الصحې ته پام وکړي، د پوهاوي پروګرامونه تعقیب کړي او سالمه تغذیه ولري.»

د ماشومانو د داخلي ناروغیو متخصص شریف صدیق هم وایي: «واکسین د دې ناروغۍ د له‌منځه وړو سبب ګرځي. که یو ماشوم هم په دې ویروس اخته وي، د ناروغۍ د خپرېدو خطر په ټولنه کې موجود وي. که کورنۍ دا واکسین جدي ونه نیسي، ټولنې ته ډېر خطرونه متوجه کېږي او تر ټولو لوی خطر یې د دایمي فلج امکان دی. په ځینو سختو مواردو کې د تنفسي سیستم زیانمنېدل هم رامنځته کېږي او حتی د ماشوم د مرګ سبب کېدای شي. هره کورنۍ باید د کمپاین په ورځو کې خپل تر پنځو کلونو کم ماشومان واکسین کړي، حتی که څو ځله مخکې هم واکسین شوي وي، ځکه تکراري واکسین د بدن معافیت لوړوي. څو څاڅکي کولی شي د ټول عمر معلولیت مخه ونیسي.»

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې دا ویروس لاهم په بشپړ ډول له‌منځه نه دی تللی. د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه د سلګونو زرو کډوالو بېرته ستنېدل د دې ناروغۍ د خپرېدو خطر زیات کړی دی، ځکه چې د سرحدي تګ راتګ او د واکسین نه‌شوي ماشومانو شتون د پولیو د خپرېدو احتمال لوړوي.

په همدې حال کې، د «له پولیو خلاص افغانستان» اداره ټینګار کوي چې بېرته راستنېدونکي کډوال له پاکستان او ایران څخه باید د خپلو ماشومانو د پولیو واکسین ته ځانګړې پاملرنه وکړي. دغه اداره همدارنګه له کورنیو غواړي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د هغوی ماشومان واکسین ترلاسه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام