هر سهار کله چې د لمر وړانګې لا د ښار پر بامونو بشپړې نهوي خورې شوې، نازنین متین خپل درسي پلان رااخلي او د ښوونځي پر لور روانېږي. د هغې لپاره ښوونځي ته تګ یوازې د یوه کاري ورځې پیل نه دی، بلکې د ماشومانو د روښانه راتلونکي د جوړولو سفر دی.
د نازنین لپاره ښوونه یوازې هغه دنده نهده چې سهار پیل او ماښام پای ته ورسېږي؛ بلکې دا د هغې مینه ده، هغه مینه چې د ژوند په هره شېبه کې ورسره مل وي.
همدې مینې ته په کتو، له ستړیا، د امکاناتو له کمښت او ګڼو ستونزو سره سره، بیا هم په شوق د خپلو زدهکوونکو مخې ته درېږي او هغوی ته د هیلو درس ورکوي.
نازنین متین د انګلیسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې لوړې زدهکړې کړي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د کابل ښار په یوه دولتي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده مخته وړي.
هغې وویل: «کله چې مې ښوونځی پای ته ورساوه، د انګلیسي ژبې او ادبیاتو په برخه کې مې لیسانس واخیست، ځکه له دې څانګې سره مې ډېره لېوالتیا لرله او اوس هم په همدې برخه کې تدریس کوم.»
هغه زیاتوي چې د ښوونکې دندې یې په دې اوو کلونو کې له خپلو زدهکوونکو سره ډېرې خوږې خاطرې جوړې کړې دي. که څه هم دا لاره له ستونزو ډکه وه، خو د هغې لپاره د ژوند تر ټولو ښکلې شېبې همدا دي.
هغه وايي: «اووه کاله کېږي چې د کابل ښار په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې یم. په دې موده کې مې ډېرې خوږې خاطرې لرلې او خوشحاله یم چې خپلې هیلې ته ورسېدم.»
نازنین وایي، هره ورځ څلور پرلهپسې ساعته د انګلیسي ژبې تدریس کوي. «اوس مهال په ښوونځي کې د انګلیسي مضمون تدریس کوم او هره ورځ څلور بشپړ ساعته په تدریس بوخته یم. د هلکانو او نجونو دواړو برخو ته له څلورم تر شپږم ټولګي پورې درس ورکوم.»
نوموړې باور لري چې په ټولګي کې یوازې توري او کلمې نه ورزدهکوي، د ماشومانو په ذهنونو کې باور، هیلې او د راتلونکي خوبونه هم کري. د هغې په وینا، ښايي همدا زدهکوونکي یوه ورځ ډاکټران، انجنیران، لیکوالان او یا ښوونکي شي او د دې هېواد برخلیک بدل کړي.
هغې وویل: «کله چې په ټولګي کې درس ورکوم، تل دا فکر راسره وي چې یوه ورځ به همدا زدهکوونکي ښوونکي، ډاکټران، انجنیران او قاضیان شي، او همدا فکر ماته د تدریس لا زیاته انګېزه راکوي.»
خو نازنین د ښوونکو د ټیټو معاشونو له امله اندېښنه هم لري او وایي، سره له دې چې د ښوونکي دنده مهمه او له ستونزو ډکه ده، خو په افغانستان کې د ښوونکو معاشونه لا هم کم دي. «د ښوونکو معاش د ټولو لپاره معلوم دی؛ ډېر کم دی او د یوې کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.»
په هغه هېواد کې چې زدهکړې، له ټولو ستونزو سره سره، لاهم د ډېرو کورنیو د هیلو څراغ بلل کېږي، ښځینه ښوونکې د همدې څراغ په روښانه ساتلو کې مهم رول لري. هغه ښځې چې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او د امکاناتو له کمښت سره سره، هره ورځ په مینه او ژمنتیا ښوونځي ته ځي، څو د نوي نسل راتلونکی روښانه کړي.
نازنین متین هم له همدې ښځو څخه یوه ده؛ یوه داسې ښوونکې چې له کلونو راهیسې زدهکړه یوازې دنده نه، بلکې د ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره یو رسالت بولي.


