د بلخ محلي مسوولان وایي چې د حیرتان په سوداګریز بندر کې د ګمرکي خدمتونو ۲۴ ساعته سیستم فعال شوی دی.
د دوی په وینا، د دغه بندر د تجهیز او له نړۍوالو معیارونو سره د برابرولو لپاره پراخ پلانونه تر کار لاندې دي.
مسوولان زیاتوي چې په دغه بندر کې د پرمختللو سکېنرونو د نصب، د ګمرکي خدمتونو د معیاري کولو او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره هم ځانګړي طرحې جوړې شوې دي.
سوداګرو د حیرتان بندر د ۲۴ ساعته خدمتونو هرکلی کړی او دا اقدام یې د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا او د ترانزېټ د چټکتیا لپاره مهم بللی دی.