Asset 1SWN

له حیرتان بندره ۷۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ازبکستان ته ولېږدول شول

۶۶

د بلخ په حیرتان بندر کې د نورم او سټنډرډ امریت مسوولان وايي چې ۷۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل یې بېرته ازبکستان ته لېږلې دي.

د حیرتان سوداګریز بندر د نورم او سټنډرډ امر غلام یحیی لقمان ویلي چې دغه «ډیزل» تېل یې په لابراتوار کې تر چک او ارزونې وروسته نن یکشنبه د زمري ۱۵مه بېرته ازبکستان ته استولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لقمان په وینا، په هر ټانکر کې شاوخوا ۶۴ ټُنه ډیزل تېل ځای پرځای شوي وو. نوموړي همداراز ټينګار وکړ چې د دغه بندر له لارې د واردېدونکو بې‌کیفیته تېلو مخه به نیسي.

د حیرتان سوداګریز بندر د نورم او سټنډرډ امر غلام یحیی لقمان زیاته کړې چې دغه بې‌کیفیته تېل د سلیم‌خان شرکت په نوم د یوه شرکت اړوند مسوولانو افغانستان ته وارد کړي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې وړاندې هم د هېواد له بېلابېلو بندرونو څخه د بې‌کیفیته تېلو د بېرته ستنولو ترڅنګ بې‌کیفیته درمل، خواړه او نور توکي هم هغو هېوادونو ته بېرته لېږدول شوي چې سوداګرو افغانستان ته وارد کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام