د اسراییلو پوځ وايي چې یوه ښځینه سرتېره یې د اسراییلو په شمال کې د پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوې او دوه نور سرتېري ټپیان دي.
پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شوې ۲۰کلنه بریدمنه د ګیواتي لېوا د ۴۳۵م کنډک غړې وه.
د خبرپاڼې له مخې، په همدې برید کې یو احتیاطي سرتېری سخت ټپي شوی او بل احتیاطي سرتېری برسېرن ټپي دی.
اسراییلو له تېرو څو اوونیو راهیسې د لبنان حزبالله ډلې پر وړاندې پراخ بریدونه او ځمکني عملیات پیل کړي چې پرمهال د یادې ډلې اړوند ګڼ مرکزونه په نښه شوي دي.
په ورته مهال حزبالله هم وخت ناوخت پر اسراییلو بریدونه کوي چې سرتېرو ته یې مرګژوبله اوړي.