د یوناما نوي ټاکل شوي مشر پاول یرشییف، په هرات کې د ترکمنستان له عمومي قونسل باتیار یولوف سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د ترکمنستان قونسل د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) له نوي مشر سره د افغانستان د اقتصادي ملاتړ لپاره د سیمهییزې همکارۍ او بنسټیزو پروژو په اړه خبرې کړې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې ترکمنستان د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول لري او دا کار د انرژۍ او ترانسپورټ د سترو پروژو له لارې کېږي.
په دې خبرو کې د رېلګاډي د پراختیا او عصري کولو روانو پروژو ته هم اشاره شوې ده