Asset 1SWN

سلام وطندار

اروپا کې ګرمه څپه؛ فرانسه کې اووه کسان مړه شوي

thumbs_b_c_a5b590ffdf8217b6bfd7d31d566cbd9e

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اروپا ګڼ هېوادونه د اوړي له پیل مخکې د سختې او غیرمعمولي ګرمۍ له څپې سره مخ شوي دي.

په پرتګال، فرانسه، ایټالیا، جرمني او بریتانیا کې د تودوخې لوړې درجې خلک ساحلونو، پارکونو او د اوبو تفریحي سیمو ته اړ کړي دي.

په پرتګال کې د لیزبون ښار ته نږدې ساحلونه له خلکو او سیلانیانو ډک شوي، حال دا چې فرانسه د مې میاشتې تر ټولو ګرمه ورځ ثبت کړې ده.

فرانسوي چارواکو ویلي چې د ګرمۍ له امله اووه کسان مړه شوي او سیمه‌ییزو ادارو ته د اضافي احتیاطي تدابیرو سپارښتنه شوې ده.

ایټالیا کې هم تودوخه لوړه شوې او په ځینو سیمو کې د ۳۵ درجې سانتي‌ګراد اټکل شوی دی. په روم او میلان کې خلکو د لمر څخه د ژغورنې لپاره چترۍ او اوبه کارولې.

په بریتانیا کې لندن د مې میاشتې د تودوخې نوی ریکارډ ثبت کړی، چې د هوا پېژندنې ادارې په وینا تودوخه ۳۵ درجې سانتي‌ګراد ته رسېدلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام