د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک وايي چې د امریکا پر یوه هوايي اډه یې برید کړی دی.
دغه برید د هغو امریکايي بریدونو په غبرګون کې شوی چې نن سهار د ایران د بندر عباس ښار هوايي ډګر ته نږدې سیمه په نښه کړې وه.
سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه هوايي اډه یې ویشتلې چې د دوی په وینا د امریکا د «تېري مرکز» و، خو په خبرپاڼه کې د اډې ځای نه دی ښودل شوی.
دغه خبرپانه وروسته له هغې خپره شوې چې د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونو د بندر عباس ښار په څنډه کې برید کړی دی.
ایران له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی چې د امریکا هر ډول برید ته به سخت او په پراخه توګه ځواب ورکړي.