د ملي یووالي حکومت په ۱۳۹۷ کال کې د کانکور په اړه یوه طرحه تایید کړه چې زیاترو ورته د کانکور د سهمیه‌بندۍ نوم ورکړ او له هغه وروسته دغه سهمیه‌بندي د خلکو، په ځانګړې توګه د کانکور ګډونوالو لپاره د بحث وړ موضوع شوه.

ځینې وخت رسنیو او کله هم په مجازي شبکو کې په دې تړاو اعتراضونه هم وشول، خو لوړپوړي چارواکي یې په اړه د یوه څرګند ځواب په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

سلام‌وطندار راډیو په یوه تازه راپور کې په کابل، بلخ، ننګرهار، هرات او کندهار ولایتونو کې د کانکور ازموینې پټ او ښکاره اړخونه څېړلي چې ښيي د سهمیه‌بندۍ له کبله په هرات کې د کانکور ازموینې ګډونوال د ۳۲۲، ۳۰۳، ۳۰۱، ۳۰۰ او ۲۹۰ نومرو په اخیستو سره د خصوصي پوهنتونونو د شرایطو وړ پېژندل شوي، خو ډېری داوطالبان چې د کوچیانو حوزې پورې تړاو لري، د ۱۵۳ نومرو په اخیستو سره د بلخ انجینري پوهنځي، په ۱۷۴ نومرو د هرات طب او په ۱۶۸ نومرو د کابل انجینري پوهنځي ته بریالي شوي دي.

د هرات له سلطان غیاث‌الدین غوري لېسې نه فارغ سلیمان وايي، د سږ کال په کانکور ازموینه کې یې ۳۲۲ نومرې اخیستي، خو د کانکور د سهمیه‌بندۍ له کبله یې حق خوړل شوی دی.

هغه چې په ۳۲۲ نومرو سره د خصوصي پوهنتونونو د شرایطو وړ بللی شوی وايي، ځینې نور داوطالبان چې له ده نه یې ډېرې کمې نومرې وړي، د دولتي پوهنتونونو مهمو پوهنځیو ته بریالي شوي دي.

په داسې حال کې چې سلیمان د ۳۲۲ نومرو په اخیستو د خپلې خوښې وړ (طب) پوهنځي ته لاره نه ده پیدا کړې، خو ځینو نورو بیا په ۳۰۰ نومرو همدغه پوهنځي ته لاره موندلې ده.

دا څېړنه ښيي چې د کانکور د سهمیه‌بندۍ پروګرام کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي لسګونه څوکۍ د کوچیانو لپاره ځانګړې شوي چې له مخې یې د کانکور ازموینې لسګونه ګډونوال په ډېرو کمو نومرو سره د کابل طب پوهنځي ته بریالي شوي دي.

خو ځينو نورو چې تر ۳۰۰ پورې نومرې یې وړي، د خصوصي پوهنتونو د شرایطو وړ پېژندل شوي دي.

سهمیه‌بندۍ د هرات او کابل تر څنګ، په بلخ کې هم د کانکور ډېر شمېر داوطلبان چې ډېرې نومرې یې وړي، د خصوصي پوهنتونونو د شرایطو وړ بلل شوي او ځينې نور چې کمې نومرې یې اخیستي، بلخ پوهنتون ته بریالي شوي دي.

په دغه ولایت کې هم یوشمېر داوطالبان چې تر ۲۹۰ یې لوړې نومرې وړي، د خصوصي پوهنتونونو د شرایطو وړ بلل شوي، خو یوشمېر نورو بیا په ۱۵۳، ۱۶۱ او ۲۰۸ نومرو سره مهمو پوهنځيو ته لاره موندلې ده.

د ننګرهار پوهنتون مهمو پوهنځیو ته هم ځینو په ۱۵۷، ۱۸۹، او ۲۰۴ نومرو سره لوړو زده‌کړو ته لاره موندلې، خو یوشمېر نور چې ۲۹۸ او ۲۸۰ نومرې یې وړي، د خصوصي پوهنتونونو د شرایطو وړ پېژندل شوي دي.

د ښوونې او روزنې برخې شنونکي سلیم کاکړ له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د کانکور ازموینه هر کال له ننګونو سره مخ وي چې په دې ازموینه کې د ګډونوالو د اندېښنې وړ ګرځي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د کانکور ازموینې د سهمیه‌بندۍ بحث په وړاندې کېدو سره، دغه ملي ازموینه هم سیاسي شوې چې دغه کار د بااستعداده زده‌کوونکو لپاره د اندېښنې وړ دی.

په کندهار کې هم د طب، انجینري، حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد په څېر د مهمو پوهنځيو لسګونه څوکۍ د سهمیه‌بندۍ پروګرام کې کوچیانو ته ځانګړې شوي او لیدل کېږي چې داوطالبانو په ډېرو کمو نومرو سره دغو پوهنځیو ته لاره موندلې ده.

خو ځینې نور بیا په ډېرو لوړو نومرو سره د خصوصي پوهنتونونو د شرایطو وړ پېژندل شوي دي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د کانکور ازموینې ملي ادارې د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره و نه توانېدو.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام