د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون ادعا وکړه چې یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري او په اړه یې د دوی څېړنې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغو څرګندونو د یوشمیر خبریالانو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرایوي رییس مجیب خلوتګر په دې اړه سپیناوی غوښتی او ویلي یې دي چې د ارین څرګندونې لا څېړنو ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کوي، که د کورنیو چارو وزارت د خصوصي رسنۍ له لوري د چاودېدونکو توکو د لېږد په تړاو پوره ډاډ لري، باید د رسنۍ نوم په ډاګه کړي، که نه په وینا یې، دغه کار به له امنیتي ادارو سره د رسنیو اړیکو ته زیان واړوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې موضوع په تړاو د رسنۍ نوم نه په ډاګه کول اندېښمنوونکی بللي او له کورنیو چارو وزارت نه یې غوښتي چې د معلوماتو په خپرولو کې له پوره غور نه کار واخلي. دغې کمېټې د یادو څرګندونو د څېړنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، که ناسمې وختلې، باید له قانون سره سم اقدامات وشي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د ادعا تر څنګ، پر ټولنیزو رسنیو هغه مکتوب هم لاس پر لاس کېږي چې له مخې یې ښايي د ارین موخه د ارزو خصوصي ټلوېزیون وي چې ګواکې یاده رسنۍ دې د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس ولري.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې ارزو خصوصي ټلوېزیون د نوي کال د را رسېدو په مناسبت د اورلوبې لپاره ځینې توکي پېرلي، څو د نوي کال نمانځلو په جشن کې یې وکاروي.

د ارزو ټلوېزیون رییس نوراغا شریفي د کورنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو د رد تر څنګ، سلام‌وطندار ته ویلي چې د نوي کال د جشن مراسم د کمال نبي‌زاده شرکت په مالي ملاتړ جوړېږي او د استقلال غږیزه او تصویري موسسه د اورلوبې موادو د لېږد مسوولیت لري. د نوموړي په وینا، ارزو ټلوېزیون یوازې د اورلوبې پروګرام د خپرولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د ارزو ټلوېزیون مسوولانو هم له کورنیو چارو وزارت نه د دې موضوع سپیناوی غوښتی، خو د کورنیو چارو وزارت د یادو غبرګونونو په تړاو وایي، د دغه وزارت د ویاند طارق ارین د ادعا په اړه به ډېر ژر له رسنیو سره معلومات شریک شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام