بهرنیو چارو وزارت: د جیش محمد ډلې مشر افغانستان کې نشته

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستانۍ جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ته یې په افغانستان کې پناه نه ده ورکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو شېبې مخکې پر ټویټر لیکلي چې ا.ا په افغانستان کې د هېڅ هېواد مخالفو وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي په دې اړه خپاره شوي راپورونه هم رد کړي دي.

حکومت د متحده اماراتو یوه شرکت سره د هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد لاسلیک کړ

د اسلامي امارت په واکنمېدو سره د هوايي ډګرونو د چارو له ټکني کېدو وروسته، ترکیه، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه وو چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت لپاره یې لېوالتیا وښودله.
خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د درېوو بېلابېلو قراردادونو پر بنسټ، د هېواد د نړیوالو هوايي ډګرونو د ټولو برخو مسوولیت دغه شرکت ته سپارلی دی.

الهه: سعید خوستي په زوره واده کړې یم؛ خوستی: بېرته مې طلاق کړه

د «الهه» په نوم یوه نجلۍ چې ځان د کابل طبي پوهنتون محصله بولي، په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ادعا کوي چې د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي په زوره ورسره نکاح کړې ده. هغه ادعا کوي چې له واده وروسته به سعید خوستي د وهلو ډبولو ترڅنګ، نور ظلم هم ورسره کاوه.

اسلامي امارت: بهرنیان دې کورنیو موضوعاتو کې خپلې غوښتنې پر موږ نه تحمیلوي

څه باندې یو کال تېر شو چې هېواد کې اسلامي امارت واکمن دی او سره له دې چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.
په دې موده کې افغانان په بېلابېلو برخو کې له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان وو چې له کبله یې سرپرست حکومت له نړیوالو فشارونو سره هم مخ دی.