Asset 1SWN

بدخشان کې د کوکنارو کښت له‌منځه وړو پر سر نښته؛ څلور کسان وژل شوي

513ac0e8-c57c-477b-853c-c01c2f179323

بدخشان کې محلي سرچینې سلا‌م‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت په «درایم» ولسوالي کې د کوکنارو کښت د له‌منځه وړو پر سر د نښتې له کبله څلور کسان وژل شوي دي.

پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۱مه د درایم ولسوالي په دوابه کلي کې رامنځته شوې ده. دغه کسان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ا.ا ځواکونه یاد کلي کې د کوکنارو کښت د له‌منځه وړو لپاره ورغلي وو چې د سیمې د خلکو له لوري یې مخنیوی وشو او نښته رامنځته شوه.

په ورته مهال سرچینې زیاته کړې چې د سیمې خلکو د کوکنارو کښت د له‌منځه وړلو مخنیوی ترڅنګ د ا.ا له ځواکونو د خسارې غوښتنه هم کوله او تر لفظي شخړې وروسته د ا.ا ځواکونو د سیمې پر خلکو ډزې وکړې او د دوی مخه یې ونیوله.

د بدخشان محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له څه مودې راهیسې بدخشان کې د کوکنارو کښت له‌‌منځه وړو کمپاین پیل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام