یوشمېر سیاسي او پخوانیو جهادي څېرو چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره له هېواده تښتېدلي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي مقاومت عالي شورا په نوم د یوې نوې جبهې له رامنځته کېدو څخه خبر ورکړی.
عطامحمد نور ته نږدې څېره رحمت الله بېژن پور وايي چې تر اوسه په دې شورا کې عطا محمد نور، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، محمد محقق او عبدالرشید دوستم شامل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په خبره، دا شورا هڅه کوي چې د هېواد دننه له نورو سیاسي څېرو لکه حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره په همغږۍ د طالبانو حکومت پر وړاندې مقاومت را جوړ کړي.
د دې شورا په خبرپاڼه کې چې تر اوسه د عطامحمد نور او عبدالرب رسول سیاف په رسمي فېسبوکپاڼو خپره شوې پکې راغلي چې د دوی له لوري کمېټه ګومارل شوې، څو له نورو شخصیتونو، ګوندونو او ډلو سره خبرې اترې پيل کړي.
په دې اعلامیه کې یوې سیاسي حل لارې ته په رسېدو ټینګار شوی؛ خو د خبرو پایلې ته د نه رسېدو په صورت کې د پوځي برنامې په اړه هم یادونه شوې ده.
خو یوشمېر شنونکي په دې باور دي چې د دې شورا جوړولو موخه له اوسني حکومت څخه امتیاز اخیستنه او په هغه کې شاملېدنه ده او پایله به و نه لري.
سیاسي کارپوه مصطفی علي زاده وايي، دا رهبران چې د کابل د سقوط په لومړیو کې باید لاس په کار شوي وای، تېښته یې غوره وبلله. د هغه په خبره، دوی تل د خپلو ګټو په لټه کې وو او خلک به نور په دوی باور ونه کړي.
په افغانستان د طالبانو له بشپړې واکمنۍ راهیسې، د پخواني حکومت یوشمېر پخوانۍ سیاسي څېرې او جهادي رهبران له هېواده وتښتېدل او تر اوسه د دوی د اوسېدو ځای په اړه کره معلومات نه شته.