د بسم‌الله عادل او د هغه د کورنۍ د غړيو وژل؛ يو دولتي پلاوی يې پېښې څېړي

غور ولايت ته د «غور غږ» راډیو د پخواني مسوول بسم الله عادل او د هغه د کورنۍ د ۳ غړيو د وژنې د څېړلو په موخه يو دولتي پلاوی ورغلی دی.

د وژل شوي خبریال بسم الله عادل کورنۍ وايي، د نوموړي په وینو لړلی کمیس يې له ځان سره ساتلی او د ولسمشر له لوري د پېښې د څېړنې لپاره ټاکل شوي پلاوي ته يې ورښيي چې غږ يې  واورېدل شي.

د غور ولايتي روغتون ډاکټرانو کاربنديز کړی

د غور د ولایتي روغتون ډاکټرانو نن وروسته له غرمې دويم ځل لپاره د روغتونونو د اصلاحاتو پروژې حذف په تړاو اعتراض کړی او د پرلت په کولو سره يې د ياد ولايت روغتون دروازه تړلې ده. دوی وايي، د يادې پروژې لغوه کېدل سلیقه‌يي، د ملي ګټو او د درملنې خدمتونو د وړاندې کولو پر ضد دی او ډېرې ستونزو سره مخ دي.