د لږکيو قومونو د یووالي شورا غړيو نن په کابل کې په يوه خبرې ناسته کې وویل، په داسې حال کې چې لږکيو قومونو په افغانستان کې ډېره قرباني هم ورکړې ده خو له خپلو حقونو بې‌برخې دي. دوی له ولسمشره وغوښتل چې د لږکيو قومونو په استازیتوب دې د سولې پروسه کې د دوی استازي شامل کړي او په حکومت کې دې هم ونډه ورکړي.

د لږکيو قومونو د یووالي شورا مرستیال اشرف ارین او د یادې شورا د رهبرۍ غړی ظاهر فرمولي وايي چې لږکي قومونه په حکومت کې هېڅ دي او حتی یو ولسوال هم نه لري.

تازه د احصايې ملي ادارې یو نوملړ خپور کړی چې د ګڼو ناپښتنو قومونو څانګې يې بېلو قومونو ته اړولي دي او په پېژندپاڼه کې يې ځای ورکړی دی. په داسې حال کې چې د احصايي ملي ادارې دغه کړنه له غبرګونونو سره مخ شوې خو د لږکيو قومونو د یووالي شورا د حکومت د دې ګام هرکلی کړی او وايي، په برېښنايي پېژندپاڼو کې د لږکيو قومونو د هویت له ذکره منندوی دي.

د قومونو د یاد نوملړ تر خپرېدو وروسته د ولسمشر دويم مرستیال سروردانش ويلي، دغه پریکړه ناسمه ده او مسلکي او علمي اړخ نه لري چې برېښنايي پېژندپاڼو کې د ثبت لپاره د قومونو د نوملړ په توګه خپاره شوي دي.

خو سرور دانش پنځه ساعته وروسته دويمه اعلامیه خپره کړه او له خپلې خبرې پرشا شوی دی او ويلي يې دي، خلک دي باوري اوسي چې حکومت هېڅکله داسې ګام نه پورته کوي چې د حقیقتونو پر خلاف وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام