د مطبوعاتو نړیواله ورځ؛ یوناما افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کړې

نن د مې درېیمې د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، یوناما هېواد کې له رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي، رسنۍ او خبریالان د یوې فعاله ټولنې بنسټ جوړوي او باید د دوی رول خوندي وساتل شي.
یوناما زیاته کړې چې د بد اقتصادي وضعیت له امله افغانستان کې رسنۍ مالي ستونزو سره مخ او دغه وضعیت ګڼ شمیر رسنۍ تړل کېدو ته اړ کړې دي.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ نی: د خبریالانو فعالیت دې د بشري‌حق په توګه تضمین شي

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) نن چهارشنبه د غويي ۱۳مه د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې خبرپاڼه کې ویلي، د رسنیو او خبریالانو ازاد فعالیت باید افغانستان کې د یوه بشري‌حق په توګه تضمین کړل شي. د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، له نږدې دوو کلونو راهیسې هېواد کې د رسنیو خپلواک فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.