نن د مې درېیمې د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې سره هممهاله، یوناما هېواد کې له رسنیو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي، رسنۍ او خبریالان د یوې فعاله ټولنې بنسټ جوړوي او باید د دوی رول خوندي وساتل شي.
د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما (شنبه، ثور ۱۳مه) د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې محدودیتونو او اقتصادي ناخوالو مالوماتو ته لاسرسی ګواښ سره مخ کړی او دغه سازمان له رسنیو سره خپل پیوستون څرګندوي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې رسنۍ له روڼتیا څخه د ډاډ تر لاسه کولو، د ولس باور او ښې حکومتولۍ لپاره اړینې دي، په داسې حال کې چې افغانستان کې ازاده او خپلواکه رسنۍ زوال سره مخ دي.
خبرپاڼه کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په خبره ویل شوي چې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو ارزښتناکه رول په ګوته کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوناما زیاته کړې چې د بد اقتصادي وضعیت له امله افغانستان کې رسنۍ مالي ستونزو سره مخ او دغه وضعیت ګڼ شمیر رسنۍ تړل کېدو ته اړ کړې دي.
د یوناما خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې افغانستان د مصنوعي ځیرکتیا «AI» پرمختک هم ننګونو سره مخ دی.
خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، کلتوري او فرهنګي برخې یا یونیسکو استازې پاتریشیا مکفیلیپس په خبره ویل شوي: «مصنوعي ځیرکتیا له پراخو ګواښونو سره مل ده، کیداې شي د ناسمو معلوماتو د تولید، غلطو معلوماتو خپریدو، د کرکجنو ویناوو پیاوړي کولو، د خلکو او خبریالانو د سانسور او څارنې د نویو ډولونو کارولو په برخه کې ترې غلطه ګټه واخیستل شي، دا به د بیان پر آزادۍ ناوړه پایلې له ځان سره ولري.
د هغې په خبره، د مطبوعاتو ازادۍ ملاتړ لپاره ملي او نړیواله همکاري تر بل هر وخت ډیره اړینه ده.