د افغانستان په اړه د ترویکا غونډه نن د سیمې او نړۍ د ځانګړو استازو په ګډون د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې جوړه شوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره جوړجاړی وکړي.

نوموړي ویلي: «له افغانستان سره جوړجاړی باید نه یوازې دوام وکړي، بلکې د بېلابېلو دلایلو له کبله زیات شي.» هغه ټینګار کړی چې له طالبانو سره د نړۍ جوړجاړی به په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت، د تلپاتې اقتصادي ودې او پر ترهګرو ډلو د فضا را تنګولو په برخه کې مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شاه‌محمود قریشي ویلي چې هېڅوک په افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې پیل نه غواړي او نه هم څوک د دغه هېواد د اقتصاد پاشل کېدل غواړي. نوموړي ټینګار کړی چې د دې غونډې ټول ګډونوال په افغانستان کې له فعالو ترهګریزو عناصرو سره اغېزناکې مقابلې لېوالتیا لري.

هغه دغه راز ویلي چې وچکالي به پر افغانانو فشار راوړي او د نړیوالې ټولنې د مرستو درېدل به هم په دغه هېواد کې د پراختیايي پروژو د درېدو لامل شي. قریشي داسې مهال له اسلامي امارت سره د نړۍ د جوړجاړي خبره کوي چې پاکستان تر اوسه دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام