د افغانستان نړیوال نندارتون پای؛ حنفي: نړیواله ټولنه دې په صنعت او سوداګرۍ کې همکاري وکړي

د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان د یواوونیز نړیوال نندارتون په وروستۍ ورځ د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې د صنعت او سوداګرۍ برخو تر څنګ، د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. په ورته وخت کې یوشمېر صنعت‌کاران او د سوداګرۍ او صنعت برخو مسوولان له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دوی پر وړاندې شته ننګونې، په ځانګړې توګه د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.