د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال پر ټویټر له حامد کرزي سره خپل جوړه تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې دی او پخوانی ولسمشر له هېواده بهر روان دي.
نوموړي که څه هم نهدي ویلي چې حامد کرزی کوم هېواد ته او د څه لپاره روان دی، خو زیاته یې کړې یې ده چې دواړه به ژر بېرته راوګرځي.
حامد کرزی له شاوخوا ۱۶ میاشتو وروسته وتوانېد چې له هېواده بهر ولاړ شي. تر دې مخکې عبدالله عبدالله هم له ورته بندیز سره مخ و، خو هغه بیا د سفر اجازه ترلاسه کړه او څو ځله هند ته ولاړ.
د راپورونو او کرزي ته د نږدې سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، اسلامي امارت تر دې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د بهر ته تګ اجازه نه ورکوله.
په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شول چې نوموړي د تګ اجازه ترلاسه کړې، خو ځینې شرطونه هم پرې اېښودل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حامد کرزی واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته سره له دې چې ځینو نړیوالو غونډو کې د ګډون بلنې هم ورکړل شوې وې، خو له هېواد څخه د باندې نه و تللی.