د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د تلو لپاره د افغانانو د هڅولو پر تګلارې نیوکه کوي او وايي چې دا تګلاره د نړیوالو قوانین خلاف عمل دی.

د یاد وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د دې وزارت د فعالیتونو او کړنو په اړه د رپوټ وړاندې کولو پرمهال وویل، یو‌شمېر هېوادونه د ناسمې تګلارې په کارونې سره افغانان له خپل هېواد څخه وتلو ته هڅوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دا بهیر، ناوړه تبلیغ او د هېوادوالو د ژوند په چارو کې مداخله بولي. د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د دوی دا کړنه غندي او نړیوال باید د افغانانو پرېکړو ته درناوی ولري.

ورته مهال د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د دوحې هوکړې د دوه کلنۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې له هېوادوالو وغوښتل چې پردیو هېوادونو ته د کډوالۍ پرځای دې په افغانستان کې پاتې شي او د هېواد پرمختګ لپاره دې هڅې وکړي.

د سلام‌وطندار خبریاله «حمیده مددي» د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې له چارواکو څخه د پوښتنې پرمهال

هغه زیاته کړه چې هېواد کې روان ناورین یوازې لوستي ځوانان مهارولی شي او په وینا یې، افغانستان په زده‌کړه سمبالو ځوانانو ته اړتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو پر اساس په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو د افغانانو د کډوالۍ بهیر زیات شوی دی. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوه راپور کې ویلي چې یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې یو میلیونه افغانان د لوږې او وزګارتیا له امله ایران ته کډوال شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام