Asset 1SWN

د تلیسمیا نړیواله ورځ؛ محمدنبي: وینه ورکړئ او ژوند وژغورئ

۲

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي نن دوشنبه کابل کې د تلیسمیا ناروغي نړیوالې ورځې نمانځ‌غونډه کې دغه ناروغي ګواښونکې وبلله او ډاډ یې ورکړ چې دې برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دی.

محمدنبي دې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې پر تلیسمیا ناروغي اخته ماشومانو څخه به ملاتړ کوي او یادو ناروغانو ته د وینې ټولولو کمپاین برخه کې به پراخه ونډه اخلي. هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې «وینه ورکړئ او ژوند وژغورئ.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز هېواد کې د «ادې» په نوم د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون جوړولو یوه ستره پروژه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت په همکاري به دغه روغتون جوړ کړي.

نوموړي وویل: «زموږ کوښښ به همدا وي چې دې روغتون کې یوه څانګه تلیسمیا ناروغي ته هم ورکړو او په دې خپل ځای دوی ته ورکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي پر نړیوالو هم غږ وکړ چې پر تلیسمیا ناروغي اخته افغان ماشومانو سره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام