د هرات حوزوي روغتون کې یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې د هرات زندهجان ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله تراوسه دغه روغتون ۱۸۰ جسدونه او ۵۰۰ ټپیان وروړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، ټپیان او جسدونه د چورلکو په وسیله د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د لېږد چارې لا هم روانې دي.
سلاموطندار پر فېسبوک وڅارئ
په ورته مهال هرات کې خصوصي روغتونونو هم د زلزلې له امله د ټپیانو درملنې ته د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی. بلخوا د هرات حوزوي روغتون ته ګڼشمېر ځوانان د وینې ورکړې لپاره د یاد روغتون مخېته ورټول شوي دي.
یوشمېر رسنیو د ملګروملتونو له قوله راپور ورکړی چې یاده زلزله کې تراوسه ۳۲۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د هرات په زنده جان ولسوالي کې له خاورو لاندې د خلکو د رااېستلو لپاره له مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د دغه وزارت ویاند محمدعبدالله جان سلام وطندار سره مرکه کې ويلي و چې زندهجان ولسوالي شته کلي په بشپړه توګه د شوې زلزلې له امله ویجاړ شوي دي.