Asset 1SWN

عبدالغني برادر: شتمن دې زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي

20230628_122837-scaled

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې سوداګر او شتمن دې هرات کې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.

نوموړي چې نن یکشنبه د تلې ۱۶مه کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله پر سوداګرو او شتمنو غږ وکړ چې د هرات‌ زنده‌جان ولسوالي کې دې له زلزله ځپلیو سره خپلې مرستې ونه‌سپموي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاته کړه چې له زلزلې وروسته اړوند ادارې سیمې ته د مرستو لپاره لېږدول شوي او په وینا یې، خپله به هم له یادې زلزله‌څپلې سیمې لیدنه وکړي.

عبدالغني برادر همداراز له بهر مېشتو افغان سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې بېرته هېواد ته راستانه شي او ترڅنګ یې پر یادو سوداګرو غږ وکړ چې زلزله‌‌ځپلیو سره مرستې وکړي.

له دې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د هرات په زنده‌جان ولسوالي کې له خاورو لاندې د خلکو د راایستلو لپاره له مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

د دغه وزارت ویاند محمدعبدالله جان سلام وطندار سره مرکه کې ويلي و چې زنده‌جان ولسوالي شته کلي په بشپړه توګه د شوې زلزلې له امله ویجاړ شوي دي.

نوموړي وويل: «یوشمېر مرستندویه موسسې مرستې ته رسېدلي او هیله لرو چې نورې ادارې هم خبرې شي او ژر تر ژره تر خاورو لاندې کسان راوباسي او د تلفاتو شمېر مخ په زیاتېدو دی.»

د امریکې د جيولوجي مرکز سروې د زلزلې شدت ۶.۳ ښودلی چې ژورتیا یې په ځمکه کې ۱۰ کیلومټره وه. په همدې حال کې دې مرکز د افغانستان په لوېدیځ کې د پرله پسې څلورو زلزلو ټکانونه ثبت کړې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، لومړۍ زلزله چې د ريښتر په کچه ۶،۲ درجې وه، پرون له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د هرات په زنده‌جان ولسوالي شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام