Asset 1SWN

افغاني سرې میاشتې ټولنه: د مرستو رسونې او لټون عملیات روان دي

F75bpo1bkAAuOub

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې د هرات زنده‌جان ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله تر خاورو لاندې د ایسارو کسانو او جسدونو د راایستلو په موخه د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.

دې ټولنې نن شنبه د تلې ۱۶مه پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د یادې ټولنې کارکوونکي او رضاکاران زلزله‌ځپلیو سیمو ته رسېدلي او د ژغورنې او لټون عملیات لاهم روان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال دې ټولنې وړاندې لیکلي چې کارکوونکي او رضاکاران یې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي او زیانمنو شویو خلکو ته د هستوګنې د بیړني کمپ او سرپناه پر جوړولو بوخت دي.

دې ټولنې زیاته کړې چې‌ سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د دوی یو‌شمېر ښځینه او نارینه روغتیاپالان په‌کې د ټپيانو لومړنۍ درملنه کوي.‌

دې ټولنې لیکلي‌ چې زلزله ځپلو سیمو ته د خوراکي‌توکو، درملو او روغتیايي ډلو ترڅنګ خیمې، ترپالونه، د اوبو ذخیره کولو لوښي، د پخلنځي وسایل، کمپلې او نور اړین توکي‌ لېږدول شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لیکلي: «د هرات زنده‌جان ولسوالي اړوند ۱۲ کليو کې د سختې زلزلې له امله ګڼ‌شمېر هېوادوالو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي، د زلزله ځپلو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې کاري وجیبه ده. په همدې موخه د افغاني سرې میاشتې کارکوونکې، روغتیايي ډله او رضاکاران پر وخت سیمې ته رسېدلي او زلزله ځپلو وګړو ته لومړنۍ بشري مرستې او روغتيايي خدمات وړاندې کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې افغاني سرې میاشتې ټولنې تازه د هرات زلزله ځپلو سره د لومړنیو خوراکي توکو د مرستې په برخه کې، سیمې ته ۱۰۰۰۰ دانې وچې ډوډۍ، ۵۰۰۰ قوطي مربا او ۵۰۰۰ قوطي ملایي هم لېږدولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام