سوېل ختيځ زون کې د جلغوزيو بیه تر نیمايي رالوېدلې

خوست، پکتيا او پکتيکا هغه ولايتونو دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په کې د جلغوزيو حاصلات دوه چنده شوي، خو بیه یې تر نیمايي رالوېدلې. ځنګلي سيمو ته پراته خلک وايي، سوداګر ورځي، خو جلغوزي ترې په ډېره ټيټه بیه اخلي. دوی وویل، تېر کال د جلغوزيو قیمتونه لوړ وو، خو سږکال يې په ټيټه بیه پلوري. د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالي کې د جلغوزیو کاروباریان وايي، د جلغوزیو بیه رالوېدلې او حکومت باید ورته بازار پیدا کړي.

طالبانو د چاه‌اب ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي

د تخار د ولایتي شورا رییس محمد اعظم افضلي سلام‌وطندار ته وایي، بېګاه شپه طالبانو د چاه اب ولسوالي پر مرکز پراخ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونه نن چهارشنبه د دغې ولسوالي له ودانۍ او امنیه قومنداني وتلي او د چاه اب نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.