Asset 1SWN

پاکستان کې یوه بنسټ د افغان کډوالو وضعیت ارزونې په اړه غونډه کړې

bdar231027_001_afghanrefugee_04f

پاکستان کې یوه حقوقي بنسټ دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدو په موخه یوه غونډه کړې.

دغه غونډه کې د ملګروملتونو د کمیسارۍ استازو په ګډون د پاکستان د پارلمان او د یوشمېر هېوادونو استازو ګډون کړی او د کډوالو وضعیت یې ارزولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه غونډه کې د ملګروملتونو د کډوالۍ دفتر استازې ویلي، پاکستان باید د کډوالو پر وړاندې خپل سیاست ته بدلون ورکړي.

هغې ویلي: «مونږ په مستقیم ډول له کډوالو سره په اړیکه کې یو او هغوی ته هر ډول خدمات وړاندې کوو. له ۲۰۲۲ کال راهیسې مونږ د کډوال تصدیق نه شو ورکولی او د پاکستان حکومت خپله تصدیق ورکوي. مونږ غواړو چې پاکستان د کډوالو په تړاو خپله پالیسي بدله کړي.»

د دغه غونډې ګډونوالو پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت پر پالیسۍ نیوکه کړې او ویلي، دغه هېواد باید د کډوالو وضعیت په اړه نوې کړنلاره چمتو کړي.

د افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدو په موخه جوړې شوې غونډې ته د پاکستان د ولسي جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک ویلي، اسلام‌اباد باید د کډوالو له وضعیت څخه د سیاسي وسیلې په توګه استفاده ونه کړي.

نوموړي وویل:«څه باندې څلور لسیزې کیږي چې پاکستان کې افغان کډوال ژوند کوي او هغوی توانېدلی چې د پاکستان له خلکو سره ښې اړیکې جوړې کړي. باید د کډوالو په اړه د یوې نوې کړنلارې جوړولو لپاره هڅې وشي.»

پاکستان کې د افغان کډوالو استازی رازمحمد سلیمان‌خېل چې یاده ناسته کې یې ګډون کړی وايي، دغه غونډه کې د کډوالو وضعیت په تړاو هراړخیز بحث شوی او پاکستاني چارواکو ځینو مواردو کې د هغوی ستونزو ته پاملرنه هم کړې ده.

ده وویل، د غونډې ګډونوالو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د اجباري اېستو بهیر وځنډوي.

هغه وویل: «کډوال د کډوالۍ کارتونه لري، خو بیاهم زندان کې دي او دوی دې برخه کې ځانګړې تګ‌لاره نه‌لري. موږ غوښتنه وکړه چې د نیونې لړۍ دې ودرول شي او په زور د کډوالو اېستل دې هم بند شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» ویلي و، له هغه وخت راهیسې چې پاکستان د افغان کډوالو د اېستو بهیر پیل کړی، تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې ۵ سوه زره افغانان بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام