Asset 1SWN

هرات کې د برښنا برابرولو لپاره له لمریزې دړو د خلکو استفاده زیاته شوې

cc545cfb-fa7c-4076-9c9c-9b48820f4e02

د هرات یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت مرکز او ولسواليو کې د کورونو، هټيو، سوداګريزو مرکزونو او د کرنيزو ځمکو خړوبولو لپاره له لمریزې دړو د خلکو استفاده زیاته شوې.

د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا، د برښنا پرچاوۍ ډېرېدو او د تېلو لوړو بیو اړ کړي چې له لمریزې برښنا کار واخلي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هرات ښار یوه اوسېدونکي بسم‌الله نوري وویل: «لمریزې دړې زموږ اړتیاوې په سمه توګه برابروي، پخوا د برښنا ماشین لره او روښانه کوه به مو چې لوړ غږ به یې کاوه او چاپېریالیې هم ککړه وه، ښاري برښنا هم ستونزې لرلې.»

په همدې حال کې د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي فیض‌احمد محمدي وویل چې د برښنا پرچاوي ډېره ده او له ستونزو سره مخ شوی دی. «د هټۍ کارونو لپاره له جنراټور استفاده کوو او کارونه هم نشته. د ورځې څلور او پنځه لیټره تېل اخلو، د همدې لپاره مې د خپلې هټۍ برښنايي سېسټم لمریزې برښنا ته  واړوه.»

په ورته وخت کې د هرات د لرې پرتو ولسوالیو یوشمېر کروندګر چې تراوسه یې د ایران او ترکمنستان وارداتي برښنا ته لاسرسی نه دی پیدا کړی وايي، لمریزې برښنا څخه ګټه اخیستو یو لړ اسانتیاوې ورته رامنځته کړي دي.

خو ځینې کروندګر وايي، لمریزې برښنا څخه یوازې د خپلو باغونو او ځمکو خړوبولو لپاره استفاده کوي. د هرات پښتون‌زرغون ولسوالي کروندګر یارمحمد وویل: «د سیند اوبه وچې شوي او اړ شو چې ژوره څاه وکیندم، بیا لمریزه برښنا واخلم او پر مټ یې خپلې ځمکې خړوبې کړم.«

په ورته وخت کې د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان د چاپېریال، هوا او غږیزې ککړتیا مخنیوي په برخه کې د خلکو له لوري له لمریزې برښنا څخه ګټه اخیستل مهم بولي.

د دغه ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي برخې عمومي مدیر حامد الهام وویل: «کله چې هټۍ‌، مارکېټونه او سوداګریز مرکزونه له لمریزې دړې استفاده کوي، له یوه پلوه د هوا ککړتیا کموي او له بل لوري مضر ګازونه هوا ته نه پرېږدي.»

د هرات د برښنا ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت ته د ایران د وارداتي برښنا کچې کمېدل لامل شوی چې د برښنا پرچاوي زیاته شي.

د هرات د برښنا ریاست عملیاتي مرستیال دلاور مرداي وویل: «د ایران له لوري چې کوم راپورونه راځي، وايي د انرژۍ کمښت لري. وايي، هغه پرچاوۍ چې دغه هېواد کې پلي کوي، هرات کې یې هم پلې کوي. کله ۲۰ او کله ۴۰ میګاواټه برښنا کموي او کله په ورځو نه‌وي. موږ یې هم کمښت نشو پوره کولای.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هېواد کې د برښنا کمښت یوه جدي ننګونه ده چې هېوادوال د کال مختلفو فصلونو کې ورسره مخ کېږي او اړ دي چې د خپلو اړتیاوو تامینولو لپاره له سولر څخه استفاده وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام