نن د اپریل څلورمه د مایونونو د خطرونو په اړه د پوهاوۍ نړیواله ورځ ده. دغه ورځ په کابل کې د ماین پاکۍ د چارو د معینیت له خوا ولمانځل شو.  په هېواد کې د ماین پاکیو موسسو مسوولان وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ځمکنیو ماینونو له امله تر ټولو زیات مرګ ژوبله لري چې هره میاشت شاوخوا ۱۵۰ کسان د ماینونو ښکار کېږي.

 په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ موسسې مسوولان وایي چې ماین‌پاکي یوه غیرسیاسي بهیر دی او اړتیا ده چې اسلامي امارت او نړیوال ملاتړي له دغه بهیر څخه ملاتړ وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د انرژۍ د بیارغونې او ساتنې یا اریا د موسسې رییس محمد شریف یعقوبي په دې غونډه کې وویل چې هره میاشت له ۱۴۰ څخه تر ۱۵۰ پورې کسان د ماینونو د چاودنو له امله وژل کېږي.

 د هیلوټرسټ ماین‌پاکۍ موسسې مسوولې مارینا هم ټینګار کوي چې  افغانستان د ماینونو د چاودنو له امله د تلفاتو تر ټولو لوړه کچه لري.

په همدې حال کې  د دي ار سي ماین‌پاکۍ او د بشري مرستو موسسې رییس سورن استر په هېواد کې د ماین‌پاکۍ بهیر یو ملي او نړیوال مسوولیت بولي.

دغه‌راز، له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت سرپرست محمدعباس اخوند وایي چې اسلامي امارت په هېواد کې د ماین‌پاکۍ بهیر څخه هراړخیز ملاتړ کوي او د ماین‌پاکۍ موسسو لپاره د کاري پرمختګ د زمینې د برابرولو په هڅه کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) اعلان کړی و چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې د ناچاودو توکو له امله له ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې ۳۰۱ ماشومان د ځمکنیو ماینونو او ناچاودېدونکو توکو له امله وژل شوي او ټپیان شوي دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام