Asset 1SWN

د اقتصادي اړیکو پراختیا؛ د یوې اوونۍ پرمهال دویم افغان پلاوی ترکمنستان ته تللی

GHlx1FLWgAAq9en_format=jpg&name=large

د سرپرست حکومت د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د دویم ځل لپاره ترکمنستان ته دویم اقتصادي پلاوی استولی دی.

په دغه پلاوي کې چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کوي، د دولتي ادارو او خصوصي سکتور چارواکي هم شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، دغه سفر کې د خصوصي سکتور د بېلابېلو برخو ۱۷ استازي هم ورسره دي.

د هغه په وینا، د دغه سفر په ترڅ کې به د ترکمن – افغان د سوداګریزو اړیکو کنفرانس پرانیستل شي او په ترکمنستان کې به د افغاني تولیداتو نندارتون هم جوړ شي.

ویل شوي، چې دغه نندارتون کې به د افغانستان د ۳۰۰ شرکتونو محصولات نندارې ته وړاندې شي چې له دې جملې څخه ۲۵۰ شرکتونو د افغانستان له دننه ګډون کړی چې ۱۵ شرکتونه یې د ښځو اړوند دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې اړه وویل: «د ترکمنستان لوړپوړي چارواکي زموږ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سوداګرو ستونزو هواري او همداراز لوی نندارتون هم لرو چې په‌کې د درې سوه شرکتونو استازي ګډون لري.»

نوموړی د ترکمنستان له چارواکو سره لیدنه او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا بحث د دغه سفر له نورو موخو څخه یادوي او ټینګار کوي چې له ترکمنستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د توازن رامنځته کولو لپاره به هڅه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، ترکمنستان په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې ۴۵۰ میلیونه ډالره او افغانستان یوازې ۱۵۰ میلیونه ډالره ونډه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي دغه ډول سفرونه له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د ښه کېدو لپاره ګټور بولي او وايي، هیله لري چې دا هڅې وکولای شي د ویزو د ترلاسه کولو په ګډون د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند نوراغا نويد سلام وطندار ته وویل: «هیله‌ لرم چې دغه سفر وکولای شي، ګټور تمام شي، د دواړو هېوادونو اړیکو او په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو او د ویزو ترلاسه کولو لپاره شرایطو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو دواړه هېوادونه ښې سوداګریزې اړیکې ولري.»

د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان هم وایي، له ترکمنستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو هڅې د افغانستان په ګټه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وویل: «له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي-ستراتیژیکې اړیکې درلودل، له ځانګړي اهمیت برخمنې دي، ځکه تراوسه پر افغانستان اقتصادي او بندیزونه او محدودیتونه پر ځای دي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم د تېرې اوونۍ په پيل کې د يوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړى و او د دغه هېواد له چارواکو سره يې د دوه اړخيزو ترانزيټي او اقتصادي همکاريو په اړه خبرې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام