Asset 1SWN

د بغلان ولایتي روغتون کې د بسترونو له کمښت د ناروغ‌لرونکو شکایت

محوطه_ی-شفاخانه_ی-ولایتی-بغلان-qan5eni4xtm9ly6jb251d9k28ltr51vam8csq2jw5k

د بغلان ولایتي روغتون یوشمېر ناروغان لرونکي وايي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د بسترونو کمښت، امکاناتو نشتون او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یاد ولایت یو اوسېدونکی غلام‌رسول‎ وايي، که څه هم زوی یې ناروغ دی، خو روغتون کې د بستر نشتون له امله یې نه‌بستروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «ماشوم مې ناروغ دی، ډاکټرانو چې ولیده، وايي، ځای نشته. تنفسي وضعیت یې خراب دی. له چارواکو په ځانګړې توګه والي څخه غواړم چې بستر ډېر کړي، څو ستونزې حل شي.»

یو بل ناروغ‌لرونکی محمدرسول وايي: «بستر کم دي، تاسو وینئ چې څه وضعیت دی، له بدو، بدتر دی، داسې دی چې ناروغ مو په شا ګرځوو او کور ته یې وړو. ناروغ لرونکي شپه او ورځ پر ځمکه ویده کېږي، باید دې ستونزې ته رسېدنه وشي.»

د بغلان ولایتي روغتون یو‌شمېر  ناروغ‌لرونکي ادعا کوي چې ځینې وخت ترې د معایناتو له امله، پیسې هم اخیستل کېږي.

د یاد ولایتي روغتون مسوولان بیا له ناروغ‌لرونکو د پیسو غوښتل او ناروغانو ته د نه‌رسېدنې ادعاوې ناسمې بولي او وايي چې دې روغتون سره د بهرنیو بنسټونو د مرستو بندېدو له امله د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.

د بغلان ولایتي روغتون امر شاه ولي احمدزی وايي: «پخوا د سره صلیب له لوري تمویلېده، څلور میاشتې کېږي چې روغتون یې پرېښی، اوس موږ ناروغانو ته یوازې وریجې لرو، که څوک ادعا کوي، موږ یې ردوو، ناسم دی.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بغلان ولایتي روغتون مسوولان همداراز زیاتوي چې دې ولایت کې د یوه بل روغتون د جوړېدو چارې روانې دي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ناروغانو ستونزې هوارې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام