Asset 1SWN

د بغلان جلګې ولسوالي کې له روغتیايي ستونزو د خلکو شکایت

ولسوالی جلگه (1)

د بغلان د جلګې ولسوالي اوسېدونکي یاده ولسوالي کې د روغتیايي مرکزونو او د قابلو نه‌شتون څخه شکایت کوي او وايي، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د جلګې ولسوالي یوه قومي مشر سیدمرزا سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ولسوالي کې د روغتیايي مرکز نشتون لامل شوی چې ډېری وخت ناروغان د لارو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «زموږ سیمه کې روغتیايي مرکز نشته، نرس او درمل نشته. پسرلي کې ډېری خلک په تکلیف وي، ښځې په تکلیف وي، ځکه سېلابونه راځي او لارې خرابوي. موږ ناروغانو نهرین ولسوالي ته نشو لېږلی او ډېری یې په لاره کې مړه کېږي. د ۱۰ تر ۱۵ یې زه شاهد یم.»

له دې سره، د بغلان د ولایتي روغتون مسوولان وايي، جلګې ولسوالي کې د یوه روغتیايي مرکز چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به روغتیايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي ستونزه حل شي.

د بغلان د ولایتي روغتون رییس مسعود احمدي وویل: «جلګې ولسوالي کې د یوه روغتون کار بشپړ شوی چې د دغه روغتون کار د مخکیني حکومت پرمهال پیل شوی و. موږ رسمنا عامې روغتیا وزارت سره خبرې وکړې او موضوع مو ورسره شریکه کړه او موږ ته یې ژمنه راکړه چې ۱۴۰۲ کال به هره ولسوالي چې روغتیايي ستونزې لري، حل به شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بغلان د جلګې ولسوالي ۱۴ کليو کې ۴ زره کورنۍ اوسېږي چې کلونو راهیسې روغتیايي خدمتونو په ځانګړې توګه د ماشوم د زیږېون په برخه کې اسانتیاوو ته نه‌لاسرسي څخه شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام