Asset 1SWN

متقي د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي سره لیدلي

GIFTy5_XUAAf81t

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي «پنج‌شنبه، مارچ اتمه» د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي‌پي‌ سنګ سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ پر اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو خبرې او بحث کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، جي‌پي‌ سنګ د افغانستان او هند اړیکې تاریخي بللي او په وینا یې، هند د تېرو دوه نیمو کلونو پر مهال افغانستان سره بېلابېلو برخو کې بشري مرستې کړې دي.

‏ د هند ځانګړي استازي همداراز افغانستان کې د امنیت ټينګښت او د نشه‌يي توکو او داعش پر وړاندې د سرپرست حکومت هڅې ستایلي دي. د نوموړي په وینا، هند هوډ لري چې افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې او د چابهار بندر له لارې وده ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سرپرست حکومت د هند له بشردوستانه مرستو مننه کوي او د بهرني متوازن سیاست پر بنسټ، له هند سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سرپرست حکومت همداراز دې لیدنه کې د سوداګریزو، روغتیايي او زده‌کړو ویزو ورکړې برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه هم کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام