د کجکې د دویم فاز د جوړولو چارې د ترکیه د ۷۷ کمپنۍ له لورې د ۱۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰۱۶ کال پیل شوي وې چې نن يې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اسلامي امارت حکومت د رییس‌الوزرا لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي د کجکي بند د دویم فاز پرانیست‌غونډه کې وویل چې د کجکي د دویم فاز په جوړېدو سره به هلمند او ګاونډي ولایتونه ۲۴ ساعته برښنا ولري او ترڅنګ به يې د صنعتي فابریکو د برښنا ستونزې هم ورسره حل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په دې غونډه کې د حکومت له لورې پر ځینو اقداماتو هم خبرې وکړي چې د ده په خبره، د هېواد په پرمختګ کې رغنده رول لري. نوموړې په ځانګړې ډول د فساد او نشه يي توکو مخنیوی یاد کړل.

په ورته مهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزي د کجکي برښنا بند  فابریکې د دویم فاز فعالېدل هېواد  ته یو لوی اقتصادي زېری یاد کړ.

هغه د خبرو پرمهال وویل چي افغانستان به په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، ښوونې او روزنې برخه کي هم پر خپلو پښو ودرېږي. نوموړې زیاته کړه چې افغانستان له ترکیه هیواد سره دوامدارې، دوستانه او ښې اړیکي غواړي.

پر همدې مهال‌ په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ای پرانیستغونډه کې وویل، ترکیه او افغانستان ژورې او نژدې اړیکې لري چې د کجکي پروژه یې یوه نمونه ده.

ده وویل، بشپړه شوې پروژه د برېښنا سربېره د کروندګرو لپاره هم حیاتي ارزښت لري. دغه بند به کندهار او هلمند د اړتیا وړ برېښنا پوره کړي.

د دې پروژې تړون په ۲۰۱۶ کال د تېر حکومت د برښنا وزارت او د ترکيې د ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و، خو چارې یې دوه کاله د خراب امنیتي وضعیت له کبله وځنډېدلې.

دغه شرکت د شوي قرارداد له مخې د کجکې برېښنا فابریکې د انرژۍ د تولید او اوبو ذخیره کولو د ظرفیت پر لوړولو ۳۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي چې له یاد شمېر پیسو څخه يې ۱۷۰ میلیون ډالر پر نويو توربینونو لګولي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د دې پروژې بشپړېدل افغانستان او په ځانګړې توګه د سویلي ولایتونو لپاره ښه خبر دی، خو د تیر کال وچکالۍ پرې سیوری غوړولی چي له کبله يې کجکي بند کې د اوبو کچه له ۷۰ – ۵۰ مترو ته راکښته شوې اود دریو مخکینیو توربینونو یوازې دوه يې فعال دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام