Asset 1SWN

د مخابراتو وزارت: هېواد کې د سیمکارټونو پلور ۹۸سلنه قانوني شوی

3-10

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان وايي چې په هېواد کې یې د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو پلور ۹۸سلنه قانوني کړی دی.

د یاد وزارت مسوولانو نن چهارشنبه د زمري اتلسمه د دغه وزارت د تېر یوه کال راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې هېواد کې یې په ناقانونه توګه د سیمکارټ د پلور مخه نیولې او دا مهال هېواد کې د سیمکارټونو پلور ۹۸سلنه قانوني شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني وویل چې په ناقانونه توګه د سیمکارټونو پلور ټولنه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې.

نوموړي وویل: «له دې وړاندې ناقانونو سیمکارټونو ټولنه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې چې خلک ځورول کېدل، له دې لارې غلاوې او جرمونه کېدل، اوس افغانستان کې د سیمکارټونو وېش ۹۷ تر ۹۸ سلنه قانوني شوی او تر کنټرول لاندې دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې هېواد کې تل د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیت او لوړو بیو شکایتونه شوي دي، خو دغه وزارت بیا وايي، هڅه کوي چې دې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام