Asset 1SWN

ګوټرېش: نړۍ د بلې جګړې زغم نه‌لري

UN Secretary-General Antonio Guterres gestures during an interview at the COP26 U.N. Climate Summit in Glasgow, Scotland, Thursday, Nov. 11, 2021. Guterres says the Paris temperature goal of limiting warming to 1.5 degrees "is on life support" with climate talks so far not reaching any of the U.N.'s three goals, however "until the last moment hope should be maintained." (AP Photo/Alberto Pezzali)

د ملګروملتونو سرمنشي پر اسراییلو د ایران د هوايي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو غاړو يې غوښتنه کړې چې له زغم کار واخلي.

انټونیو ګوټرېش ویلي چې «نړۍ د بلې جګړې زغم‌ نه‌لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په یوه بیان کې د «سیمه‌ییز ویجاړونکي کړکېچ د خپرېدو د اصلي ګواښ» په اړه خبرداری ورکړی دی.

په دغه بیان کې ګوترېش پر اسراییلو د ایران پراخ هوايي برید په کلکه غندلی او د کړکېچ د سملاسي بندېدو غوښتنه یې کړې.

بل‌خوا ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن «یکشنبه، اپرېل ۱۴مه» د اسراییلو په غوښتنه پر دغه هېواد د ایران د برید د څېړلو په اړه غونډه وکړي.

پر اسراییلو د ایران توغندیز برید ته د غبرګونونو په لړ کې جرمني، دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. د جرمني د لومړي وزیر اولاف شولټز ویاند ویلي چې دغه هېواد له اسراییلو سره ولاړ دی.

د نوموړي په وینا، د ایران یاد غیرمسوولانو او غیرعادلانه برید د جګړې د پېښېدو ګواښ زیات کړی دی. بریټانیا هم د ایران بریدونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې غندلي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغه هېواد دفاع وزیر ګرانټ شپس ویلي، دغه بریدونه به یوازې د سیمې امنیت خراب کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام