Asset 1SWN

هند سره د پاکستان مخالفت؛ شنونکي: د تماس ډلې د جوړېدو مخه نشي نیولی

pakistan-and-india-national-flags-partnership-deal-animation-politics-and-business-agreement-cooperation-video

د پاکستان د حکومت ځینو سرچینو د شنبې پر ورځ اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، د افغانستان په اړه د سیمې په کچه تماس ډله کې د هند له ګډون سره د پاکستان د مخالفت له امله د دغې ډلې د جوړولو طرحه له ستونزو سره مخ شوې.

اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان دغه ډله کې د هند له حضور سره مخالفت څرګند کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادې رسنۍ د ځینو پاکستاني چارواکو په خبره ویلي، اسلام‌اباد اندېښنه لري چې هند افغانستان کې ثبات کمزوری کوي.

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان په دې اند دي چې د افغانستان په اړه د سیمې په کچه د تماس ډلې جوړول د هېواد له سیاسي ترینګلتیا سره مرسته کوي او د سرپرست حکومت رسمیت‌پېژندو ته به زمینه برابره کړي.

د هغوی په وینا، د تماس ډله کې د هند له حضور سره د پاکستان مخالفت نه‌شي کولی، د دغې ډلې د رامنځ ته کولو مخه ونیسي.

د سیاسي مسایلو کارپوه سیدمقدم امین وویل: «په پرېکنده توګه پاکستان له هند سره د مخالفت له امله د سیمه‌ییزې تماس ډلې جوړېدو مخه نه‌شي نیولی او که له بل اړخه ورته وګورو، پاکستان سیمه کې د امریکا ستراتیژیک ملګری دی، خو دا ټولې سیالۍ سیاسي او نړیوالو سیالیو ته ورګرځي او ویل شو چې کولای شي مزاحم واوسو، که وغواړي دا بهیر مختل کړي، له امکان لرې نه‌ده.»

د سیاسي چارو بل کارپوه عزیز ستانکزی وايي، د افغانستان په اړه د تماس ډلې رامنځ ته کولو په تړاو د سیمې هېوادونو بحثونه لا هم دوام لري. «تماس ډله کې د هند حضور سره د پاکستان مخالفت نه‌شي کولای چې دا ډله دې جوړه نه‌شي او بل پاکستان په کور دننه ستونزې لري او وبه نشي کولای چې د افغانستان په چارو کې لاس‌وهنه وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې کابل کې د ایران سفیر حسن‌کاظمي قُمي افغانستان او سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره د تماس ډلې رامنځته کولو طرحه وړاندیز کړې وه چې موخه یې هم د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات تامینولو په برخه کې اسلامي امارت سره همکاري او د افغانانو لپاره د غوره شرایطو رامنځته کولو په موخه زمینه‌سازي بللې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام