Asset 1SWN

کارپوهان: امنیت شورا باید د ایران-اسراییلو د کړکیچ مخنیوي لپاره پرېکنده اقدام وکړي

TOPSHOT - An Israeli missile launched from the Iron Dome defence missile system attempts to intercept a rocket, fired from the Gaza Strip, over the city of Netivot in southern Israel on October 8, 2023. Israel, reeling from the deadliest attack on its territory in half a century, formally declared war on Hamas Sunday as the conflict's death toll surged close to 1,000 after the Palestinian militant group launched a massive surprise assault from Gaza. (Photo by MAHMUD HAMS / AFP) (Photo by MAHMUD HAMS/AFP via Getty Images)

د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر سفارت د اسراییلو د برید په ځواب کې، دغه هېواد «یکشنبه، اپرېل ۱۴مه» د اسراییلو پر اهدافو سلګونه کروز او بالستیک توغندي توغولي دي.

د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې ایران د بې‌پیلوټه الوتکو، کروز او بالستیک توغندیو له لارې پر دغه هېواد تر ۲۰۰ ډېر بریدونه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ایران حکومت ویلي، دغه بریدونه یې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د هوايي برید په ځواب کې کړي.

اسرائیل د ایران د توغندیز برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې او د ملګروملتونو د امنیت شورا رییس ته په یوه لیک کې یې ویلي، ایران د نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ پېښوي.

د کابل پوهنتون استاد او د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس وایي، دمشق کې د ایران پر سفارت د اسراییلو برید تیری دی او په وینا یې، که د ملګروملتونو امنیت شورا په دې اړه غبرګون ونه ښيي؛ د ایران دغه عمل د نړیوالو قوانینو له مخې جواز لري.

نوموړي وویل: «د ایران پر سفارت د اسراییلو برید یو تېری و، ځکه هغه سیمه د هغه هېواد ملکیت دی چې هلته سفارت یا ګونسلګري لري. غیرمنقول ملکیت یې دی. نړۍ باید اسراییل محاکمه کړي. د نړیوال حقوق له اړخه بالمثل عمل مجاز دی، اوس د دواړو حقونه پای ته ورسېدل. ایران او اسراییل پر یوه بل د نورو بریدونو حق نه‌لري.»

هغه ټینګار کوي چې د ملګروملتونو امنیت شورا باید د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ د مخنیوي لپاره سمدستي او پرېکنده اقدام وکړي.

د ملګروملتونو سرمنشي، امریکا، اروپايي اتحادیې، جرمني، کاناډا، برېتانیا، فرانسې او سعودي عربستان تراوسه پورې د ایران له لوري پر اسراییل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه غندلي او دا یې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښوونکي بللي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر اسراییل د ایران د بریدونو په غبرګون کې ویلي، سیمه او نړۍ د بلې جګړې توان لري.

اروپايي ټولنې او سعودي عربستان هم سیمه کې د جګړې د پراخېدو د منفي پایلو خبرداری ورکړی او مصر ویلي، د جګړې له ټولو خواوو سره خبرې کوي چې د کړکېچ مخه ونیسي.

ورته وخت کې اسلامي امارت پر اسرائیلو د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه مشروع بللي او د نړۍ او سیمې پر هېوادونو یې غږ کړی چې د بحران د لا پراخېدو د مخنیوي او د اسرائیلو د جنایتونو د مخنیوي لپاره له دغه هېواد سره مقابله وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اسراییلو د تیر کال د میزان له میاشتې راهیسې په غزه کې د څه باندې ۳۳ زره ملکي وګړو وژنې ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې سیمه کې ناامني خپره کړي.

د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان هم وايي، که تاوتریخوالی زیات شي؛ ختیځ او لویدیځ به د جګړې پر لور روان شي او اقتصادي او سیاسي ستونزې هم به رامنځته شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمود اضطرابي وویل: «د دې ترینګلتیا له‌منځه وړو لپاره له یوې لسیزې راهیسې د ملګروملتونو رول کم و او ډېری هېوادونه اوس د ملګروملتونو امنیت شورا پر نقش دومره باور نه‌لري. که دوی دوام ورکړي، درېیمې نړیوالې جګړې ته به لاړ شي. د هېوادونو اقتصاد یوه بل پورې تړلی، که دا ترینګلتیاوې پای ونه‌مومي. اقتصادي اړیکې به خرابې کړي. د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ به سیاسي دریځونه رامنځته کړي، ناورین به راولي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ایران وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي، د اسراییل پر ضد عملیات پایته رسېدلي او د دغو عملیاتو د دوام اراده نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام