له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د طالبانو ټینګار

په دوحه کې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه شپه له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
هغه وايي، په دې لیدنه کې د دوحې هوکړې د ټولو مادو پر عملي کېدو خبرې شوي او دواړو لوریو پر خپلو ژمنتیاوو ټینګار کړی دی. د نوموړي په وینا، په یاده لیدنه کې یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی.

افغانستان کې د بشري حقونو د ناقضانو پر نه څار د امریکا نیوکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان په ګډون، په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د نقض خبر ورکړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې افغان حکومت د چارواکو د ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې اغېزناک او دوامداره څېړنې نه دي کړي.

کورونا په میدان وردګ کې خلک پر رواني ناروغۍ اخته کړي

د میدان وردګ ولایت یوشمېر هغه اوسېدونکي چې له کورونا ویرووس نه بېرته رغېدلي، وېرېږي، که بیا پر دې ناروغي اخته شي، مړه به یې کړي.
د دوی په وینا، کورونا یوه وژونکې ناروغي ده چې باید جدي وګڼل شي او په اړه یې ټولو روغتیايي لارښوونو د ډاکټرانو سپارښتنو ته پام وشي.

له افغانستان سره د پوهنې په برخه کې د نړیوال بانک ۲۵ میلیونه ډالره مرسته

نړیوال بانک ویلي چې لومړنیو او منځنیو زده‌کړو ته د افغان ماشومانو، په تېره نجونو د لاسرسي لپاره له افغانستان سره ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.
نړیوال بانک نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا وړیا مرسته د زده‌کړو لپاره د نړیوالۍ همکارۍ پروګرام له لارې ورکول کېږي او له اقرا پروژې سره به د ۱۰۰ نویو ښوونځیو په جوړېدو کې مرسته وکړي.