Asset 1SWN

سلام وطندار

حمدالله فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان شهیدان شوي

حمدالله فطرت

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې تېرو ۴۱ ورځو کې د فبروري له ۲۲مې راهیسې پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان شهیدان او ۶۲۶ ټپیان شوي.

هغه نن یکشنبه حمل ۱۶ / اپرېل ۵ پر اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستاني ځواکونو دغه موده کې پر نهو ولایتونو ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کابل، کونړ، لغمان، نورستان او کندهار بریدونه کړي چې د ځاني زیان ترڅنګ یې مالي زیانونه هم اړولي.

د هغه په وینا، د پاکستان بریدونو له امله ۱۱۴۰ کورونه، ۱۳ ښوونځي، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۳۴ جوماتونه، ۲۵۶ دوکانونه او ۴۲ موټر ویجاړ شوي دي.

همدارنګه د پاکستان بمبار په دلیل ۶۶‍‍۱ څاروي هم تلف شوي او ۲۷ زره او ۴۰۷ کورنۍ بېځایه شوي دي.

د حمدالله فطرت په وینا، د پاکستان له لوري د ویشتل شویو توغندیو، هاوانونو او توپونو شمېر هم ۱۴ زره او ۹۷۳ ته رسیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام