Asset 1SWN

ملګري‌ملتونه: د روان کال له پیله ۲۰۰ فلسطینیان او ۳۰ اسراییلیان وژل شوي

israel-palestinian-flagsAP08100306412۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲

د منځني ختیځ د سولې لپاره د ملګروملتونو استازی وايي، د روان کال له پیله تراوسه څه باندې ۲۰۰ فلسطینیان او شاوخوا ۳۰ اسراییلي وګړي په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او اسراییلو کې وژل شوي دي.

تور وینزلنډ وايي چې روان کال کې د مړینې او تاوتریخوالي دغه شمېر له ۲۰۰۵ کال راهیسې تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د منځني ختیځ د سولې لپاره د ملګروملتونو استازي تور وینزلنډ دغه څرګندونې پرون دوشنبه د اګسټ ۲۱مه د یاد سازمان امنیت شورا ته په یوې غونډه کې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د راتلونکې په اړه د فلسطینیانو ترمنځ ناهیلي او د یوه خپلواک هېواد په توګه د دوی نه پېژندنه به د نورو تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل شي.

تور وینزلنډ همداراز د اسراییلي له لوري په ناقانونه توګه د ښارګوټو جوړولو، د فلسطینیانو د کورونو ویجاړولو، د فلسطین په خاوره کې د اسراییلي ځواکونو عملیات او د فلسطین پر کلیو د اسراییلو بریدونو ته هم اشاره کړې ده.

په همدې حال کې د منځني ختیځ د سولې لپاره د ملګروملتونو استازي همداراز فلسطین کې د وسله‌والو ډلو فعالیت د فلسطین د خپلواکې ادارې د مالي ستونزو له امله ګڼلې او خبرداری یې ورکړی چې د ملګروملتونو سازمان هم د بودیجې کمښت سره مخ دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د منځني ختیځ د سولې لپاره د ملګروملتونو استازی تور وینزلنډ دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې په دې وروستیو کې د فلسطین او اسراییلي ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام