Asset 1SWN

هرات کې ډاکټرانې: ۷۵سلنه کلیوالې ښځې د «تخمدان کیست» پر ناروغۍ اخته دي

بیماری کیست تخمدان در هرات 1

هرات کې د نسايي-ولادي برخې یو‌شمېر ډاکټرانې سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت د لروپرتو سیمو په مېرمنو او نجونو کې د «تخمدان کیست» ناروغي د پام وړ پراخه شوې.

د دوی په وینا، د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال روغتیا ته نه‌پاملرنه او روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسی لامل شوی چې د هرات لروپرتو سیمو  ۷۵سلنه مېرمنې او نجونې د «تخمدان کیست» پر ناروغۍ اخته شي.

د هرات د انجیل ولسوالي کې یوه ډاکټره منصوره علي‌زاده سلام‌وطندار ته وايي، د لروپرتو سیمو مېرمنې او نجونې طبي وسایلو کې د شته موادو له امله، د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال له دې وسایلو استفاده نه‌کوي چې په وینا یې، یادو سیمو کې د دغې ناروغۍ د ډېرېدو لامل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: «کلیوالي سیمو کې له طبي وسایلو استفاده نه‌کوي. ځینې نجونې وېرېږي چې د بکارت پرده به یې زیان وویني یا رحم به یې عفوني شي. د ښار مېرمنو په پرتله له ۱۰۰ څخه ۷۵سلنه کلیوالي مېرمنې او نجونې پر «کیست» ناروغۍ اخته دي.»

بل‌خوا په همدې ولسوالي کې یوه بله ډاکټره لایقه رحیمي وايي چې اقتصادي کمزورتیا، روغتیايي خدمتونو او لارښونو ته د نه‌خبرتیا، هغه لاملونه دي چې د هرات د لروپرتو سیمو ډېری مېرمنې پر کیست ناروغۍ اخته شوي دي.

نوموړې وویل: «په دې برخه کې، حکومت کولای شي د پوهاوي لوړولو لپاره یو سیمینار جوړ کړي او د خلکو سره د مرستې لپاره بودیجه ځانګړې کړي، په ځانګړې توګه هغه نجونې چې په دې برخه کې خورا زیان لري. دوی په دې سیمه کې هیڅ عاید نه‌لري او له ټولو خدمتونو محروم دي. نو که حکومت وکولای شي اطراف کې خلکو ته بودیجه ځانګړې کړي، څو نجونې وکولای شي له طبي وسایلو کار واخلي، حتا دوی خپل هېڅ هم نه‌لري. دوی د خلکو د خراب فکر له امله ډېرې ځورېږي.»

په ورته مهال هرات کې یو‌شمېر کلیوالي مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي چې د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال له طبي وسایلو استفاده د کورنیو د دودونو او باورونو له امله ممنوع ده.

د انجیل ولسوالي اوسېدونکې لیلا وویل: «ما په خپله نه ترې استفاده کړې او نه یې هم پېژنم او نه یې هم کاروم. زموږ نجونې یې هم نه‌کاروي. خلک وايي، که استفاده ترې وکړې، نو ستونزې زېږوي. موږ هم خپلو لورګانو ته وايو چې ترې استفاده ونه‌کړي.»

د انجیل ولسوالي اوسېدونکې مریم هم وویل: «تراوسه مې له دې استفاده نه‌ده کړې. زه یې د کارولو څخه وېره لرم. دلته قابله‌ګانې یې د استعمالولو وايي؛ خو موږ ډارېږو، دلته یې ډېری نجونې نه کاروي. کله چې زه لاړم، قابلې راته وویل چې دا استعمال کړه ځکه چې ستا رحم عفوني شوی. ما تر اوسه نه دی کارولی. موږ یې نشو کارولی، زه وېره لرم چې دا له بهر څخه راځي او ممکن یو څه ولري.»

د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولان بیا د دغه ولایت لروپرتو سیمو کې د تخمدان کیست ناروغۍ پراخېدل تاییدوي او وايي، هڅه کوي چې د عامه پوهاوي د ورکړې له لارې یې مخه ونیسي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال غلام‌محمد حنیفي سلام‌وطندار ته وویل: «د روغتیا په برخه کې، د تغذیې په برخه کې، د روغتیا ساتنې برخه کې، د واکسیناسیون خدمات او دغه‌راز روغتیایي لارښوونې ته کېږي. د روغتیا ساتنې او حتا په ځینو کلینیکونو کې موږ د LD ټلویزیون له مخکې ترتیب شوي روغتیایی پیغامونه لرو چې زموږ د وروڼو او خویندو لپاره خپرېږي، څو معلومات ترلاسه کړي او د روغتیا، درملنې او ناروغیو کنټرول په برخه کې هڅې وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هرات کې د لروپرتو سیمو ۷۵سلنه مېرمنې او نجونې داسې مهال د «تخمدان کیست» پر ناروغۍ اخته دي چې یادو سیمو کې روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي او که طبي وسایل وي هم،د شته دودونو له امله یې څوک نه‌کاروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام