Asset 1SWN

د هرات زنده‌جان کې د اومېندواره مېرمنو ترمنځ د «جنین سقط» زیات شوی

افزایش سقط ناخواسته_ی جنین در زنده_جان هرات

د هرات په زنده‌جان ولسوالي کې د تېرکال زلزله‌ځپلې کورنۍ چې دا مهال تر خېمو لاندې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته وايي، په داسې حال کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري چې دغه ولسوالي کې د ښځو ترمنځ د «جنین ناغوښتل شوی سقط» شمېر لوړ شوی دی.

یادې کورنۍ وايي چې د جنین سقط سربېره، د دې ولسوالي تر هرې خېمې لاندې زېږون هم په دودیزه او سنتي توګه کېږي چې ډېری وخت مور او مېندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د زنده‌جان «سنجاب» ولسوالي چې شاوخوا ۹۶۰ کسه نفوس لري، خو اوسېدونکي یې وايي، له شوې زلزلې راهیسې تر دې مهاله روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

۳۰کلنه امنه چې د جنین ناغوښتل شوي سقط له امله یې روغتیايي وضعیت خراب دی، وايي، په داسې حال کې یې خپل ماشومان له لاسه ورکړی چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

نوموړي وویل: «زه د څلور میاشتې اومېندواره وم، همدې اوونۍ کې یې څلور-پنځه ځله موټر کرایه کړ او ډاکټر ته یې بوتلم. اوس نو فلج یم او پر لاره نش تللی. له اوږو مې نیسي او موټر ته مې پوره کوي. کلینیک له ما لرې دی او رسېدنه نه‌کېږي.»

په ورته مهال د یادې ولسوالي یوه بله اوسېدونکې ارزو هم د هغې مېرمنې کیسه لري چې د روغتیايي خدمتونو نشتون له امله یې خپل ماشومان له لاسه ورکړی دی. «یوې مېرمنې د وینې بهېدل پیدا کړل او شپې مو وې‌وړه، سیند کې اوبه ډېرې وې، لاره بنده وه، ماشوم او خپله دواړه یې مړه شول. موږ هم نشو کولای لاړ شو او یا پاتې شو. که مېرمنې د شپې زېږون ولري، څه وکړي.»

د زنده‌جان ولسوالي یو اوسېدونکی سیداحمد بیا دغه ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو نشتون له کبله، د مور او ماشومانو د مړینې ترڅنګ، د نورو ناروغیو د خپرېدو په اړه هم اندېښنه ښيي. «موږ درملو ته لاسرسی نه‌لرو، له دې ځایه د وردک‌ها کلینیک ته ځو، هلته ۲۹کوره دي. دلته ۱۶۰کوره دي، کلینیک نشته. ۲۹کوره دي، هلته ورځوو او رسېدنه راته نه‌کېږي. هلته چې رسېدنه نه‌کېږي، له دې ځایه چې ښار ته ناروغ وړو، مړه کېږي.»

د زنده‌جان ولسوالي د وردک‌ها کلی چې یو روغتیايي مرکز لري، خو د یاد مرکز روغتیايي کارکوونکي یاد کلي کې هم د جنین ناغوښتل شوي سقط له ډېرېدو خبر ورکوي.

د یاد مرکز د نسايي-ولادي برخې ډاکټره نادیه وايي: «ډېری مېندو خپل ماشومان له لاسه ورکړي دي او د اومېندوارۍ په لومړیو کې مو د سقط پېښې ډېرې درلودې چې هره میاشت کې یې شمېر څلورـپنځو ته رسېده.»

د عرات عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، دوی هغه کلي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري، په ګوته کړي او د موسسو په ملاتړ به ورته روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال غلام‌محمد حنیفي سلام‌وطندار ته وویل: «محرومو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو برابرولو لپاره، عامې روغتیا وزارت ځانګړې پالیسي لري چې پر مټ به یې، د هرات عامې روغتیا ریاست هم د سپینو سیمو لپاره کمېټه ټاکلې. موږ نه یوازې زلزله‌ځپلیو سیمو کې سپینې سیمې، بلکې ټولو ولسوالیو کې پېژندلي او د موسسو په همکاري به یې اړمنو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.»

د تېرکال د تلې میاشتې پر ۱۵مه د هرات زنده‌جان ولسوالي کې د مرګونې زلزلې له امله څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه او ګڼ‌شمېر کورونه ویجاړ شول.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادې زلزلې ډېری ځپل شوې کورنۍ دا مهال تر خېمو لاندې ژوند کوي. د دې ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، د شوې زلزلې راهیسې تر دې مهاله، د یادې ولسوالي ډېری کلیو کې د جنین ناغوښتل شوی سقط پېښې په ډېرېدو دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام