«کله مې چې جنین سقط کړ، په بشپړه توګه نهو سقط شوی، ۱۸ ورځې وروسته مې د وینې بهېدل لرل، څو چې رحم کې پاتې ټوټه لهمنځه لاړه. دې موده کې مې له درملو ډېره استفاده وکړه.»
دا د نسرین «مستعار نوم» خبرې دي چې اروپايي هېوادو ته د تلو او د پناه غوښتنې کېس نه منلکېدو له وېرې یې خپل «جنین سقط» کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نسرین چې افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته پاکستان ته تللې، وايي، د روان کال پسرلي کې هغه مهال چې له خپلې اومېندوارۍ خبره شوه، له دې امله چې د پناه غوښتنې بهیر یې ونهځنډېږي، د ۴۵ورځو جنین «حمل» یې سقط «غورځولی» دی.
د نسرین په وینا، د جنین سقط یې پر جسمي او رواني ناروغیو اخته کړې. هغې وویل: «د درملو خوړل ډېر اغېز راباندې کړی، ډېره په ژور خپګان اخته شوم. له خاوند سره په هره خبره جنګ کوم، حتا دا چې نږدې وه، ځانوژنه وکړم، خاوند مې پرې نهښودم.»
نسرین پاکستان ته په رسېدو سره المان او امریکا ته د پناه غوښتنه کړې او په وینا یې، نهغواړي د ماشوم په راوړو، د پناه غوښتنې «کېس» یې وځنډېږي او دغه هېواد کې له یوې نامعلومې راتلونکې سره ژوند وکړي.
دا یوازې نسرین نهده چې کډوال منونکو هېوادونو ته د تلو لپاره خپل «جنین سقط» کوي، بلکې یوشمېر نورې ښځې چې د تېرو دوو کلونو پر مهال پاکستان ته تللي او نورو هېوادونو ته تلو په تمه دي، په خپل سري توګه یې د جنین سقط پرېکړه کړې.
پاکستان یوه بله افغان مېرمن مریم چې دا یې مستعار نوم دی، یو کال وړاندې یې پرته له دې چې کورنۍ خبره کړي، خپل جنین سقط کړی.
مریم ۳۰کاله عمر لري او د درېوو ماشومانو مور ده. هغه وايي، له دې وېرې چې کاناډا ته د پناه غوښتنې «کېس» بهیر به یې وځنډېږي، خپل درې میاشتنی جنین سقط کړی دی. هغې وویل: «دا ماته اسان کار نهو، ځکه زه یوه مور یم، خو د خپلې لور د برخلیک په خاطر مې دا پرېکړه وکړه. له سقط وروسته راته نسايي-ولادي ستونزې پیدا شوې. ډاکټر ته ورغلم، خو ګټه یې ونهکړه.»
که څه هم هره مور د اولاد غوښتنه لري، خو کډوالو منونکو هېوادونو ته د تلو بهیر کې شته ستونزې او کړاونه مېندې دې ته اړ باسي چې خپل جنین سقط کړي او له هغه وروسته جسمي او رواني ناروغۍ وزغمي.
یوشمېر ډاکټران وايي، که جنین په لوی لاس او یا هم خپله سقط شي، مېندو ته ناوړه پایلې لري. پاکستان یوه ډاکټره شازیه وايي چې د جنین سقط میندې پر ژور خپګان، ذهنیي اختلالاتو او جسمي ناروغیو اخته کوي.
هغه وویل: «هره مېرمن چې خپل ماشوم له لاسه ورکوي، ډېره ورته سخته وي. ډېری مېرمنې له دې امله خواشینې او له ژوند ناهیلې کېږي او مېندې اوږدمهاله درملنې ته اړتیا لري چې له جسمي او روحي اړخه باید درملنه یې وشي.»
پاکستان کې ډېری افغان مېرمنې چې کډوالو منونکو هېوادونو ته د تلو په تمه دي، د جمهوریت له پرځېدو وروسته دغه هېواد کې خپله یا د کورنۍ غړي یې اروپايي او امریکايي هېوادو ته د تلو لپاره د پناه غوښتنه کړې.
له دغو مېرمنو یوشمېر یې له دې امله او په خپلسرې توګه د جنین سقط کوي چې بهرنیو هېوادونو ته به یې د پناه غوښتنې کېسونه رد او یا هم وځنډول شي.