د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې راتلونکې«‌شنبه، وري ۱۸مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (پنج‌‌شنبه، د وري ۱۶مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د هند ای‌پي‌اېل کې نن ګجرات له پنجاب سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن پنج‌شنبه، اپرېل څلورمه، د ګجرات ټایټنز لوبډله له پنجاب کنګز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

کابل کې د «ماین خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ» ونمانځل شوه

کابل کې نن «پنج‌شنبه، وري ۱۶مه» د ماین خطرونو په اړه د عامه پوعاوی ورکولو نړیواله ورځ د سرپرست حکومت چارواکو، د یوشمېر هېوادونو ډيپلوماټانو او افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې د یوشمېر موسسو مسوولان له لوري ونمانځل شوه.

سرپرست حکومت: امریکا دې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري

سرپرست حکومت د افغانستان پر هوايي حریم د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکو څار ښکاره تېری بللی او له دغه هېواد یې غوښتنه کړې چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي چې د افغانستان پر هوايي حریم د امریکا د بې‌‌پېلوټه الوتکو الوتنه ښکاره تېر دی او په وینا یې، «اسلامي امارت یې په کلکه غندي»

لوګر کې د اخلاقي فساد په جرم ۷ کسان په دُرو وهل شوي

د لوګر محلي چارواکي وايي، د دغه ولایت محمداغې ولسوالي ابتدایه محکمې له لوري «پنج‌شنبه، وري ۱۶مه» د یوې ښځې په ګډون، اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې.

یاد کسان پر بېلابېلو جرمونو مجرم پېژندل شوي وو چې د یاد ولایت محکمې له‌خوا سزا ورکړل شوې.

د هرات زنده‌جان کې د اومېندواره مېرمنو ترمنځ د «جنین سقط» زیات شوی

د هرات په زنده‌جان ولسوالي کې د تېرکال زلزله‌ځپلې کورنۍ چې دا مهال تر خېمو لاندې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته وايي، په داسې حال کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري چې دغه ولسوالي کې د ښځو ترمنځ د «جنین ناغوښتل شوی سقط» شمېر لوړ شوی دی.

د ننګرهار کانال ریاست: د «زیتونو فابریکه» به سږکال ۱۸۹زره لیټره د زیتونو تېل تولید کړي

د ننګرهار کانال د زیتونو تېلو او زیتونو پروسس فابریکه د هډې فارم اړوند په ۲۷ نیم هکتاره ځمکه کې فعاله ده چې ۴۱کسان په‌کې پر کار بوخت دي.

د ننګرهار کرنې ریاست ویاند سیدهمایون غریب‌مل وايي، دا فابریکه اوس ۸زره مټریک ټُنه اچار او تېل پروسس کوي او پلان لري چې په راتلونکې کې د کارګرو او پروسس اندازه هم زیاته کړي.